Skip to content
ملګرو ملتونو عمومي منشي د مرستیالې آمنې محمد پر مشرۍ افغانستان ته د خپل پلاوي د سفر په تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي،یاد پلاوي په کابل او کندهار کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نجونو زده کړو او کار په تړاو ناستې درلودې.
د خبرپاڼې یوه برخه:« په كابل او كندهار كې د ملګرو ملتونو پلاوي په مستقیمه توګه له چارواكو سره په ناستو کې د هغه وروستي فرمان په اړه چې ښځې یې په ملي او نړیوالو غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي خبرې کړې دي. د دوی دغه پرېکړه د هغو سترو سازمانونو کارونه اغېزمن کړي،چې له میلیونونه اړمنو افغانانو سره مرستې کوي.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې امینې محمد ویلي، د ورستیو فرمانونو له امله افغان ښځې په کور کېنول شوي او د خپلو حقونو ترڅنګ ټولنه یې له اړینو خدماتو محرومه پاتې ده.
امینې محمد د نړیوالو هېله یو باثباته، سوکاله او پرمختللی افغانستان یاد کړی،خو په خبره یې دا هېواد انزوا کې دی او وګړي یې له بشري ناورین سره مخ دي.
هغې زیاته کړې:« زما پیغام دوی ته روښانه وه. د طالبانو له خوا وروستي محدودیتونه افغان ښځې او نجونې له داسې راتلونکې سره مخ کړي،چې خپلو کورونو کې بندې پاتې دي، حقونه یې تر پښو لاندې شوي او ټولنه د دوی له خدمتونو محرومه ده. زموږ ټولییزه هېله یو سوکاله افغانستان دی،چې خپله او ګاونډیان سره په سوله او د دوامدار پرمختګ لارې ته برابر شي،خو اوس خپله افغانستان ځان د انزوا په حالت کې ساتلی او د یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ دی،چې د ځمکې د اقلیمي بدلونونو له امله یو له خورا زیانمنو هېوادونو شمېرل کیږي. موږ باید د دې واټن د له منځه وړلو لپاره هر څه چې کولی شو ترسره کړو.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو اجرائیه مشرې سیما بهوس د افغان ښځو مبارزې ستاینه کړې او ډاډ یې ښودلی دی،چې د خپلو حقونو ښه دفاع به وکړي.
سیما ویلي،د ښځو برخه کې د لسیزو پرمختګ څو ورځو کې له صفر سره ضرب شوی او هغې د افغان ښځو ملاتړ خپل مکلفیت یاد کړی دی.
بهوس زیاته کړې:« موږ د ښځو د پام وړ مبارزې شاهدان یو. افغان ښځو موږ ته د خپلې زړورتیا او دا چې له عامه ژوند حذف او انکار ترې کیږي هیڅ شک پرې نه ښود. دوی به د خپلو حقونو دفاع او مبارزې ته دوام ورکړي او موږ مکلف یو،چې په دې چاره کې د دوی ملاتړ وکړو. هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي،د ښځو د حقونو جدي بحران او د نړیوالې ټولنې لپاره د بیدارۍ غږ دی. دا هر څه دا په ډاګه کوي،چې د ښځو د حقونو په برخه کې د څو لسیزو پرمختګ څومره په چټک او په څو ورځو کې بېرته له منځه تللی دی. ملګرو ملتونو کې ښځې د ټولو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړې دي او غواړي د هغوی د ټولو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.»
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد پر مشرۍ راغلي پلاوي د خپل څلور ورځيني سفر یوه برخه معلومات رسنیز کړي،خو دا چې د اسلامي امارت له خوا کوم ځواب او څه ډاډ ورکړل شوی په اړه یې خبرې نه دي شوي.
له دې وړاندې بیا اسلامي امارت د ښځو کار لپاره د اسلامي اصولو مراعت کول یاد کړي، خو تازه یې کوم څه نه دي ویلي.
امینې محمد ډاډ ښودلی دی،چې ډېر ژر به نجونې او ښځې د خپلو زده کړو او کار له حقونو برخمنې شي.