Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: افغانستان کې  د ترهګرو ډېروالي او ګواښونو په اړه یې اندېښنه نه لرو 

بلېنکن: افغانستان کې  د ترهګرو ډېروالي او ګواښونو په اړه یې اندېښنه نه لرو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/22

کلونه کیږي،افغانستان د ترهګرو د پټن ځای په توګه نړۍ ته معرفي شوی او له همدې امله لسګونو هېوادونو شااوخوا دوه لسیزې وړاندې پر افغانستان برید وکړ.

که څه هم ناټو او متحدینو یې له ترهګرې سره د مبارزې په نوم کلونه جګړه وکړه،خو بې پایلې پای ته ورسیده او نن هېڅ بهرنی هېواد افغانستان کې پوځي شتون نه لري.

د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره یو ځل بیا د ترهګرۍ په تړاو د نړیوالو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو اندېښنې لا زیاتې شوې،خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنک ویلي،د ترهګرو د ډېروالي او د هغوی د ګواښ په اړه اندېښنه نه لري.

هغه زیاته کړې:«ښايي تر دې دمه د ځینو ناوړه څیزونو په اړه د ډېری وړاندوینو پایلې نه وي څرګندې شوې. موږ له افغانستانه د ترهګرۍ دګواښ او هلته یې د ډېروالي په تړاو کوم څه نه دي لیدلي. په حقیقت کې دا موږ په ډاکه کړې، تر کومه حده چې هلته ترهګري ځای لري،خو دا توان هم لرو،چې له منځه یې یوسو،لکه څرنګه مو چې الظواهري له منځه یوړو.»

بلېنکن ویلي،نړیوالې ټولنې  او په ځانګړې ډول امریکا له اسلامي امارت د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ساتلو تر څنګ د  ځینو ښو کارونه تمه درلوده،چې هغوی یې د کړولو ژمنه  هم کړې وه، خو اسلامي امارت یې د کولو وړتیا نه لري او یا نه غواړي تر سره یې کړي. 

هغه زیاته کړې:« موږ همداراز د دې شاهدان هم یو،چې طالبان نه شی کولی یا نه غواړي هغه څه تر سره  کړي،چې د کولو ژمنه یې کړې وه. دا هغه څه دي،چې نه یوازې امریکا بلکې نړیواله ټولنه یې له دوی توقع لري. پیل باید له دې وی،چې د دې ډاډ تر لاسه شي،چې دوی (اسلامي امارت) په حقیقت د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه کوي. دا هر څه یو ډول شاتګ دی،څومره چې موږ اوس کولی شو د دې په تړاو کار کوو.» 

په ورته وخت کې بلېنکن د خپلو ځواکونو اېستلو په تړاو ویلي، په دې کار سره یې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې او له دې وروسته به یې ځواکونه افغانستان کې نه وژل کېږي. 

بلېنکن زیاتوي:«ولسمشر جو بایډن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او پایله یې داده،چې له دې وروسته به د امریکا راتلونکی نسل د جګړې لپاره افغانستان ته نه لیږل کیږي او نه به وژل کیږي. دا یوه ډېره ښه پریکړه ده او زه فکر کوم، دا هغه څه دي،چې ډېری امریکایان یې ملاتړ کوي.» 

امریکا په افغاستان کې د ترهګرو د نه ډېروالي په تړاو داسې مهال خبرې کوي،چې اسلام امارت بار بار په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ وکړی او ویلي دي،چې ترهګر په بشپړه توګه ځپل شوي او له افغان خاورې به هېچا ته ګواښ پيښ نه شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist