<h4>د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین مني، چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف له لوري د دغه ولایت له هغو ۱۰۰ ښوونځیو سره د ۱۷۶ خیمو مرسته وشوه چې ودانۍ نه لري.</h4> <!--more--> <h4>د یادو مسوولینو په خبره، د دغو ښوونځیو زده کوونکو تردې دمه په خلاصه فضا کې زده کړې کولې.</h4> <h4>د یاد ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري مرسته شوې دغه ۱۷۶ خېمې د مرکز پل علم په ګډون د محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، ازرې او خروار ولسوالیو پر ۱۰۰ ښوونځيو وېشل کېږي.</h4> <h4> </h4>