Skip to content
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد وايي، باوري ده چې له افغان ښځو او نجونو سره په ګډ هوډ د دوی د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کولای شي.
محمد په یوه ټويټ کې کاږلي، د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او با عزته ژوند د برابرولو په برخه کې د خپلو هڅو دوام ته ژمنه ده.
نوموړې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې په لیدنو کې پر نجونو او ښځو د کار او زده کړو د بندیز پرېکړو د بېرته اخیستو غوښتنه کړې وه.