Skip to content
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، امریکا د افغانستان د اسعاري شتمنیو د باج اخیستلو په لټه کې ده او غواړي، چې د اسلامي امارت له مخالفانو سره اړیکې ټینګې کړي.
کابلوف په یوه مرکه کې ویلي، د مسکو د مالوماتو له مخې، امریکا د افغانستان د اسعاري شتمنیو له کنګل کولو سره د باج اخیستو په لټه کې ده.
د کابلوف په خبره، تر راتلونکو څو میاشتو به د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو څو غونډې جوړې شي چې له افغان ولس سره مرستې به د دغو غونډو یوه برخه وي.
اسلامي امارت بیا د روسیې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې هېڅ هېواد ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.