Skip to content
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ایرګینای سره کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، حقاني له ارګینای سره په کتنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د یاد هېواد له همکاریو مننه او د لا زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ایرګينای په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې غواړي د هرات رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي او د مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.