د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له الجزیرې تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې غواړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د زرداري په خبره، ترورېزم د پاکستان او افغانستان خلک اغېزمن کړي او باید پر وخت ورسره مبارزه وشي.
ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم له امریکايي نشریې نیوزویک سره په خبرو کې ویلي، پاکستان له افغانستان سره پر پوله د وسله والو شتون او فعالیتونو ته ډېر اندېښمن دی او افغان حکومت باید د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د اکرم په وینا، تر هغې چې د افغانستان اوسنی حکومت له مالي ستونزو سره مخ وي، له ترهګرۍ سره مبارزه به ورته سخته وي.
اسلامي امارت تر اوسه پورې د زرادري او منیر اکرم څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار – وار ویلي وو، چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نشته او هېچاته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.