د درنو جرمنو پر وړاندې د مبارزې محکمې احمدالله په بند محکوم او نغدي جریمه کړ.
د هلمند سنګین ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان احمد الله باندې تور دی چې په ۹۳ کال کې یې د افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا اته میلیونه افغانۍ حیف او میل کړي، غیر قانوني کړنې یې ترسره کړي او په خپل سر یې یو کس ۲۷ ورځې له ځان سره بندي کړی و.
لومړنۍ محکمې نوموړي ته پنځه کاله او شپږ میاشتې قید او د اختلاس شویو پیسو بیرته ورکړې حکم کړی و، خو استناف محکمې احمد الله په درې کاله او شپږ میاشتو بند او د یادو پیسو په بیرته حکومت ته ورکړې پرېکړه وکړه.
خو د محکمې دغه حکم وروستی نه دی او تورن کولی شي نورو محکمو کې غوښتنه وکړي.
خو د احمد الله مدافع وکیل وایي، مؤکل یې وطن دوست او خدمتګار انسان دی او پر وړاندې یې توطیه جوړه شوې.
په دغه قضیه کې دیری نور کسان هم دخیل بلل کیږي چې باید دلته حاضر وای او ځواب یې ورکړی و خو حاضر نه وو.
د محکمې په جریان کې یوه ستونزه دا وه چې د محکمې قاضي انیسه رسولي په پښتو نه پوهېده او تورن کس په دري ژبه نه پوهېده چې دا مورد ډير کله د محاکمې د جریان د اوږدیدو او ناسم پوهاوي لامل کیدای شي.