Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د اوسني وضعیت دوام به د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن زیات کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/18

د افغانستان او نړۍ ترمنځ ورځ بلې ته واټن زیاتیږي،چې ورسره اندیښنې هم زیاتې شوي دي.

د نجونو د زده کړو له ځنډولو او د ښځو پر کار بندیز لګولو وروسته د رسمیت پیژندنې هیلې کمې شوي دي  او د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په دې اند دي،چې په داسې وضعیت کې به هېڅ هېواد د افغانستان اوسني حکومت رسمیت پیژندنې ته زړه ښه نه کړي.

دوی وايي، سرپرست حکومت باید اساسي قانون جوړ کړي او هغه فرمانونه،چې د ولس او نړیوالو غوښتنې راپورته کوي نه دې صادروي.

د مخکېني حکومت د ولسې جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« د ځينو اشخاصو د ضد له امله د خلکو ژوند دایره کوچنۍ کیږي،د ځينو اشخاصو د ضد له امله نړیوال مشروعیت نشته دی،حاکم حکومت مسوول دی،چې اساسي قانون جوړ کړي،دولت جوړ کړي او نړیوال مشروعیت واخلي او کوم فرمانونه،چې د ولس په مخالفت کې قرار لري د داسې فرمانونو  له ورکړې دې ډډه وکړي.»

ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت باید د افغانستان ملي ګټو پر اساس له نړیوالو سره تعامل وکړي او نړۍ هم باید خپلې مرستې بندې نه کړي.

دوی په دې باور دی،چې پر کوردننه او بهر ملي ګټو او هېواد ته ژمنو افغانانو سره د بین الافغاني خبرو پیل کولی شي،چې په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه او نظام ته سیاسي باور ور په برخه کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي:« موجوده حکومت ته پکار ده،چې د افغانستان ملي ګټو ته په کتو سره له نړۍ سره تعامل جوړ کړي او نړۍ باید له افغانستان سره خپلو دایمي مرستو ته ادامه ورکړي او حکومت باید له هغو افغانانو سره چې نیک شهرت لري، که هغه داخل او یا بهر کي دي خبرې شروع کړي،چې دایمي سوله ټینګه شي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي بیا وايي، افغان ولس له سخت بشري، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی او په اوسنیو شرایطو کې هر ډول مرستې ته اړتیا لري.

فرهادي و ايي، په کور دننه پر سیاسي قشر باور کولی شي،چې د خلکو په منځ  کې د حکومت اعتبار زیات کړي او دا ټول د نظام د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره لومړني ګامونه دي،چې واخېستل شي.

هغه زیاته کړه:« موږ ګورو،چې په تیرو۱۶ میاشتو کې د بحران وضعیت زیات شو، اوس اسلامي امارت ته پکار ده،چې پر کوردننه سیاسي قشر باندې باور وکړي او همکاري یې جلب شي. دا به دې لامل شي،چې د خلکو له لوري حکومت په غوره بڼه قبول شي.»

اندېښنې دا دي،چې د دغه ډول پریکړو دوام به د افغانستان راتلونکې او د میلیونونه افغانانو ژوند وننګوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist