Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا کانګریس کې جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو رسمي پلټنې پیل کړي

admin by admin
2023/01/16

د قطر پلازمېنه دوحه کې له پراخه مذاکراتو او پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته د امریکا پر مشرۍ د ناټو ایتلافي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

د مخکېني افغان دولت چارواکو تر څنګ ګڼو امریکایي چارواکو دا وتل بې مسوولیته بللي،خو ډېری افغانانو بیا د خپلواکۍ تر لاسه کولو خوښي څرګنده کړه.

د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا کانګریس کې جمهوري غوښتونکو بار بار د ولسمشر جو بایډن له ادارې د خپلو وتلو په تړاو د وضاحت غوښتنه وکړه،خو هغوی لا هم بې ځواب دي.

اوس تازه په کانګریس کې د بهرنیو اړیکو کمیټه،چې مشري د جمهوري غوښتونکي مایکل مک کال په لاس کې ده، په یوه لیک کې د مالوماتو ورکولو غوښتنه کړې او له افغانستانه  د وتلو په اړه د مالوماتو پټول یې له شرم ډک کار بللی دی.

د مایکل مک کال د لیک یوه برخه:« دا یو بې بنسټه او له شرم ډک کار دی،چې د ولسمشر جو بایډن ادارې په مکرر ډول زموږ د اوږدې مودې څار غوښتنې رد کړې او له افغانستانه د وتلو اړوندو مالوماتو پټ ساتلو ته دوام ورکوي.» 

دا لومړی ځل نه دی،چې مک کال په دې تړاو د وضاحت غوښتنه کوي،بلکې تیر کال یې هم څو ځله ورته غوښتنه کړې،خو دا چې هغه د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټې یو عادي غړی وه، کوم چا یې غوښتنو ته ارزښت ورنه کړ.

اوس مایکل مک کال د یادې کمیټې مشر ټاکل شوی، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یې یوازې د جنورۍ میاشتې تر ۲۶ نیټې وخت ورکړی او ګواښ یې کړی،که غوښتنو ته یې ځواب ورنه کړل شي پروسه به اجباري کړي.

د مایکل مک کال د لیک یوه برخه:« اړینه ده،چې د بهرنیو چارو وزارت دې اوږدمهاله غوښتنو ته بشپړ ځوابونه ورکړي او کمیټه دې له دوامدار ځنډ سره نه مخ کوي. د نه منلو په صورت کې به کمیټه د اجباري پروسې په ګډون د دې غوښتنې د پلي کولو لپاره له موجودو چارواکو ګټه واخلي.» 

که څه هم جمهوري غوښتونکي د ولسمشر جو بایډن اداره د مالوماتو په نه ورکولو تورنوي،خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس بیا ویلي، له کانګریس سره یې پوره همکارې کړې او تل یې د هغوی پوښتنو ته ځواب ویلی دی. 

هغه زیاته کړې:«د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي استازي عامه ځایونو کې حاضر شوي او د افغانستان د پالیسۍ په اړه یې پوښتنې ځواب کړې دي، د دې تر څنګ وزارت د افغانستان د پالیسۍ په اړه د غړو او د هغوی د کارمندانو له خوا د مالوماتو او مکتوبونو لپاره زرګونو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی. موږ هېله من یوو،چې له کانګریس سره په هغو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورکړو.»

 د جمهوري غوښتونکو له خوا په استول شوي لیک کې له افغانستان د وتلو د وضاحت تر څنګ د افغانستان د اوسني حکومت په تړاو هم ګڼې پوښتنې شوې دي.

لیک کې پوښتل شوي،چې افغانستان ته  د بهرنیو مرستو لغوه کول او یا بیا پیل څخه د امریکا موخه څه ده؟ او له  اسلامي امارت سره اوس امریکا کومې اړیکې لري؟

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist