Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

کارپوهان: پر نجونو او ښځو د بندیزونو دوام افغانستان نور هم له نړۍ لرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/16

د ملګرو ملتونو  امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې له اسلامي امارت غوښتي دي،چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پرکار لګیدلي بندیزونه لرې کړي .

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبویوا  د امنیت شورا ځانګړې ناسته کې ویلي،چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو اخیستو پر وړاندې سره یوموټی شي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،څومره  چې د نجونو د زده کړو  او د ښځو کار په تړاو رامنځ ته شویو ستونزو په حل کې ناوخته کیږي،په هماغه اندازه فرصت غوښتونکو ډلو او هېوادونو ته د دې زمینه برابریږي،چې د افغانستان حالت لاهم  کړکیچن کړي او د نظام پر وړاندې ګواښونه رامنځ ته کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« څومره چې  د دغې ستونزې په حل کې ناوخته کوو،هغومره نیوکې اسلامي امارت ته متوجې کیږي. دا نه یوازې د وخت ضایع کول دي، بلکې هغو هېوادونو او ډلو ته زمینه برابروي، چې غواړي د افغانستان اوسنی وضعیت لا کړکیچن کړي او اسلامي امارت ته نوي ستونزې او ګواښونه راولاړ کړي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،که وروستي حکمونه بېرته وانخېستل شي او وضعیت په همدې توګه دوام وکړي،هېڅ هېواد به د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت ونه پیژني.

د سیاسي چارو کارپوه مرتضي مطهري وايي:«که دا فرمان لغوه نه شي،موږ به په افغانستان کې د یوه بحران شاهدان یو او که دا فرمان همداسې پلی وي، اسلامي امارت به پر رسمیت ونه پيژندل شي،ځکه د هېواد ۵۰ سلنه ښځې تشکیلوي او کله چې ښځې د زده کړو او کار له حقه محرومې وي،هېواد به دغه نظام پر رسمیت ونه پيژني.» 

په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نیوکه کړې ده،چې د نجونو پر زده کړو محدودیت لګول د شریعت خلاف کار دی او دوی به اسلامي امارت پر رسمیت ونه پيژني. 

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،د امنیت شورا اندیښنې درک کوي،خو دوی د اسلام او د خپلو خلکو په وړاندې مسوولیت لري،چې هرڅه د شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.

مجاهد ویلي، ټولو نړیوالو سازمانونو او هیوادونو ته په کار دي،چې د افغانستان حالات او ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال باید بشري موضوعات او انساني مرستې له سیاسي چارو سره ونه تړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نړیوالوته په اشارې وايي ،همدغو هېوادونو په تیرو ۲۰ کلونو کې افغانان په بمونو او باروتو وژل او اوس یې پر لوږه وژني.

متقي زیاته کړې:«اوس چې دلته کومې ستونزې دي،د هغو ظالمانو اشغالګرو له لاسه دي، چې ۲۰ کاله یې دلته خلک وژل،هغه مهال یې خلک په بمبونو او طیارې سره وژل او اوس غواړي چې خلک له لوږې مړه کړي.» 

د افغانستان په  تړاو د ملګر ملتونو امنیت شورا ناسته،چې د بندو دروازو ترشا د تیرې جمعې په ورځ ترسره شوه،په پای کې  د دغې شورا ۱۱غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانو نجونو او ښځو د حقونو په تړاو  اندیښنه وښوده او له کابل یې غوښتنه داوه،چې باید ژر تر ژره  لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist