د ناروې کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وایي، پلان لري ۲۰۲۳ کال کې ۷ سوه زره افغانانو سره مرسته وکړي، خو په دې شرط بېرته خپلې بشري چارې پیلوي چې ا.ا ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.
ایګلنډ په یوه ټويټ کې خبرداری ورکړی، که اسلامي امارت په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته دوام ورکړي، شپږ میلیونه کسان به په افغانستان کې له قحطۍ سره مخ شي.
یان دغه راز ویلي، دوی له ښځینه کارکوونکو پرته خپلو فعالیتونو ته دوام نه شي ورکولی او که دغه پرېکړه غځیږي شپږ میلیونه افغان ماشومان به له زده کړو بې برخې شي.