Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د ا.ا  له چارواکو سره د پوتزل لیدنې دوه اړخیز تفاهم ته لاره هواروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/10

له هغې وروسته چې دنجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او په دولتي او غیر دولتي اداراتو او موسیسو کې یې پر کار بندیز ولګول شو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ(یوناما)مرستیال مارکس پوتزل په همدې تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره د خپلو لېدنو لړۍ پیل کړه .

لومړی یې د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره ولیدل او بیا یې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ملا ندا محمد ندیم او وروستۍ لېدنه یې هم د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له سر پرست سره وه .

په دغو ټولو لېدنو کې د پوتزل ټینګار دا نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پر بیا پرانېستلو و او په دې تړاو یې د نړۍ اندیښنې، پیغامونه له چارواکو سره  شریک کړل. 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان دامارت دکابینې له غړو سره د پوتزل لیدنې مهمې یادوي چې په وینایې دا کولی شي،چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته نږدې کړي .

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د مارکس پوتزل لېدنې په کابل کې له وزیرانو سره ډېر د ارزښت وړ دي،ځکه نه یوازې دا چې له دې لارې دوه اړخیز تفاهم ته لاره هواريږي،بلکې له نړۍ سره زموږ پیغامونه هم شریک کیږي او نړۍ سره تعامل کې د یوه مثبت لوري ټاکلو ته هم لاره جوړیږي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې دغه لېدنې به هغه مهال ګټورې وي او پایله به ورکړي،چې اسلامي امارت د نړۍ مشروع غوښتنې ومني او اوسني افغان چارواکي مسوولیت لري،چې له نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او هېواد له اوسني وضعیت وژغوري.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« له نړیوالو سره او د  ملګرو ملتونو له استازو سره به ناستې هغه وخت ګټورې تمامې شي،چې هغه غوښتنې چې نړیوال یې لري هغه دوی (اسلامي امارت)ترسره کړي. 

اسلامي امارت مسوولیت لري،چې له نړۍ او ملګرو ملتونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي،چې وشي کولی دغه ستونزې،چې هیواد او ولس ورسره مخامخ دی،هېواد وژغوري.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې باور دی،چې پوتزل له ټولو اوسنیو حاکمونو سره نږدې اړیکې لري کولی شي چې د رامنځ ته شوې شونزې لپاره حل لار پیدا کړي . کارپوهان وايي دمارک پوتزل له لیدنو وروسته اوس چارواکو په دې کار پیل کړی چې د دشته ستونزو دحل لپاره اسلامي او افغاني حل لارې پیدا کول لپاره بحثونو ته زمینه برابره کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« پوتزل د المان سفیر په افغانستان کې پاتې شوی دی،له طالبانو سره نږدې اړیکې لري،هغه پوهیږي،چې له طالبانو سره څه ډول خبرې وشي او په دې هم پوهیږي،چې د اوسنۍ کشالې لپاره څه ډول حل لار پیدا شي او طالب لوړي پوړي چارواکي هم لګیا دي،چې د ستونزو پر حل خبرې کوي او د اوسنيو مشکلاتو لپاره یې په یوه افغاني او اسلامي حل لاره باندې بحثونو ته زمینه برابره کړي،چې دا یو مثبت ګام دی.» 

له تیرو څو ورځو راهیسې  مارکس پوتزل د اسلامي امارت له ټولو مشرانو سره لیدلي او وروستۍ لېدنه یې هم د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له سرپرست وزیر سره وه،چې په ټولو ناستو کې د نجونو د زده کړو پر ځنډیدو او د ښځو کار پر بندیز اندیښنې ښودل شوي دي.

 په ورته مهال کابل ته د اسلامي نړۍ دیني عالمانو پلاوي،هم د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو سره لیدلي او د دغو لېدنو منځ پانګه هم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازو تړلو مسله یاده شوې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist