Skip to content
د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د افغان محصلینو لپاره د بورسیو د ورکړې په موخه د تهران پوهنتون بودیجه زیاته شوې ده.
د یاد پوهنتون د یوه چارواکي معصوم ملک په خبره، د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی به ایران ته دا وړتیا ورکړي چې په ۲۰۲۳ کال کې زیات افغان محصلین په ځانګړې توګه نجونې ومني.
د راپور له مخې، اوسمهال د تهران پوهنتون کې ۴۷۰ افغان محصلین په زده کړو بوخت دي، چې ۱۴۰ یې ښځې دي.
د یادونې وړ ده، چې شاخوا درې اوونۍ مخکې د لوړو زده کړو سرپرست مولوي ندا محمد ندیم په ټولو دولتي او غیر دولتي پوهنتونو کې د نجونو زده کړې ترامر ثاني وځنډولې، چې له دې پرېکړې وروسته ډېری هېوادونو افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ټټر وواهه.