Skip to content
د سالنګونو ساتنې او مراقبت مشر ابو محمد حافظ وايي، د واورې زیات ورښت له کبله یې دغه لار د لویو موټرو پرمخ تړلې ده.
حافظ زیاته کړې، دا لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده، خو ټېلر او نور لوی باروړونکي موټر پرې د تګ راتګ اجازه نه لري.
د نوموړي په خبره، هڅه کوي، لاره د موټرو پرمخ خلاصه کړي او غوښتنه یې کړې،چې د دوی تر بیا خبرتیا پورې دې د لویو موټرو چلونکي په دغه لاره د تګ هڅه نه کوي.