<h4>د لوګر ولایت محلي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د هغو نهو ښوونځیو د بیا رغولو کار پیل شوی، چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي وو.</h4> <!--more--> <h4>د یاد ولایت د پوهنې ریاست د چارواکو په خبره، دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونېسف په مالي ملاتړ رغول کېږي.</h4> <h4>د دغه ریاست د مالوماتو له مخې؛ په یاد ولایت کې ۲۷۵ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې ۱۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.</h4> <h4> </h4>