د سولې عالي شورا د دارلانشاء رییس چین ته تللی او د دغه هېواد چارواکو سره به وګوري.
د سولې عالي شورا د دارلانشاء رییس چین کې د هغه هېواد له چارواکو سره افغان سوله باندې خبرې کړي.
سولې شورا وایي، چین کولای شي له خپل نفوذ په ګټنې پاکستان باندې فشار راوړي چې افغان لوري سره همکاري وکړي.
له دې سره یو ځآی د سولې شورا په تمه ده چې امریکا به د سولې برخه کې سیمه ییزه او نړیواله اجماع باندې بریالۍ شي.
عمر داوودزی پاکستان ته له سفر وروسته چین ته لاړ او تمه ده چې چین به همکاري وکړي چې پاکستان له افغانستان سره رښتنې همکارۍ ته وهڅوي.
د داوودزي له دې سفرونو سره یو ځای امریکا او طالبانو په قطر کې خبرې کړي او تمه شته چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
د سولې خبرو ته وروسته له هغې تمې زیاتې شوې چې امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره استازی وټاکه او په څویم ځل یې په ځینو موضوعاتو خبرې ورسره وکړې.
د امریکا له سفرونو سره یو ځآی د افغان حکومت استازو هم بیلابیلو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي چې څنګه کیدای شي د سولې پروسه بریالۍ کړي.