Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر یو ځل بیا د افغان ښځو ملاتړ ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/05

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر افغانستان یوازینی هېواد بللی دی،چې نجونې او ښځې په ‌کې له زده کړو او کار منع شوې دي.

شارټر ویلي، د ښځو په تړاو د نړۍ غبرګونونه اسلامي امارت بې‌ځایه مداخله بولي،خو اصل کې دا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی،تر څو چارواکي خپلو غلطیو ته متوجه کړي او د هغوی دا کار یې یو ډول نیوکې بللې دي.        

شارټر زیاته کړې:«دا د افغانستان لپاره یوه تراژیدي ده،چې په نړۍ کې د یوازځېني هېواد په توګه په کې ښځې او نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو او ډېری دولتي دندو منع شوې دي او اوس طالبانو ښځې په نا دولتي موسسو کې هم له کار کولو منع کړي دي. طالبان ادعا کوي،چې د ښځو د حقونو په تړاو غبرګونونه د نړیوالې ټولنې مداخله ده،خو د دې برعکس ملګري ملتونه ټول هېوادونه څاري او د بشري حقونو اندیښنو په اړه انتقادي راپورونه خپروي. د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان  سره د نورو ټولو هېوادونو په شان د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو سره سم چلن کیږي.» 

هوګو شارټر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د سرپرست حکومت ځینې چارواکي پر ښځو د محدودیتونو مخالف دي او له اسلامي امارت یې غوښتي دي،چې ټول پر ګډه دا پریکړې بیرته واخلي.

شارټر ویلي،که پر ښځو  لګیدلي محدودیتونه لرې نه شي افغانان او افغانستان به له یوه ستر ګواښ سره مخ شي.

هغه زیاته کړې:«داسې مو اوریدلي،چې د طالبانو ځینې لوړپوړي غړي په شخصي توګه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له زیاتیدونکو محدودیتونو سره مخالف دي. طالبان مسوولیت لري،چې خپله پریکړه بېرته واخلي. افغان ښځې او نجونې چې نیمایي نفوس جوړوي، د زده کړو یا کار د بنسټیز حق په نه ورکولو سره، طالبان نه یوازې د ملیونونو افغانانو، بلکې د دوی د هېواد راتلونکی هم له ستر ګواښ سره مخ کوي.» 

دغه راز شارټر ویلي، د ښځو د حقونو لپاره زیاتو هڅو او کار ته اړتیا ده. هغه زیاته کړې چې د ښځو د هر اړخیزه ملاتړ لپاره له خپلو همکارو هېوادونو سره کار کوي او پراخه مشورې یې پیل کړې دي.

هغه زیاتوي:«د نړۍ پر کچه د ښځو حقونو د ساتنې لپاره ډېر څه ته اړتیا ده. د معاش له برابرۍ نیولې،بیا د جنسیت پر بنسټ د تاوترېخوالي او د ښځو د ځورونې له منځه وړلو پورې. بریتانیا د خپلو قوانینو، محکمو، ټولنیزو خدماتو، پولیسو او نړیوالو همکارانو سره د دې مسلو د حل لپاره کار کوي او په دې  برخه کې یې د مبارزې لپاره په پراخه کچه مشورې پیل کړې دي.» 

واک ته د اسلامي امارت له رسیدو را وروسته د نړیوالو له خوا د ښځو او بشر حقونو په تړاو اندېښنې او نیوکې ډېرې شوې دي. که څه هم نړۍ بار بار د سرپرست حکومت پریکړې د افغانستان د راتلونکي په زیان بللي،خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، د نجونو زده‌کړو او غیر دولتي موسیسو کې د ښځو کار لپاره په یوه میکانیزم کار کوي او هڅې روانې دي،چې ژر ستونزه حل کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist