د سویل ختیځ زون پنځلس ولسوالۍ د لوړې کچې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي .
د دوه سوه دری تندر قول اردو قومانداني وایي ، چې دامهال په پنځو ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات روان دي او وسله والو ته ېې درنه مرګ ژوبله اړولې .
امنیتي چارواکي وایي ، چې د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ له افغان ځواکونو کار اسانه کړی چې څنګه وکړای شي په کمو امکاناتو وسله وال له پښو وغورځوي .
په داسې حال کې چې بهرنیو ځواکونو د هیواد په کچه بریدونه ډیر کړی ۲۰۳ تندر قول اردو وایي ، چې د سویل ختیځ زون ۱۵ ولسوالۍ د لوړې کچې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي .
د قول اردو قوماندان تورنجنرال شعورګل وایي ، د لوګر ، غزني ، پکتیکا ، میدان وردګ او پکتیا ولایتونو کې پنځلس ولسوالۍ سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې دوی په کې همدا اوس وسلهوالو سره په جګړه بوخت دي.
د ملي اردو دغه لوړپوړی چارواکي وایي ، چې دامهال د زون له اوو ولایتونو پنځو کې یې د وسله والو د ځپلو عملیات روان دی او د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ د افغان ځواکونو کار اسانه کړی دی .
شعور ګل همدا راز وایي ، ډیورنډ کرښې ته څیرمه د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیان پرنښودل چې له صفري نقطې دې خوا پوستې جوړې کړي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان همدا راز ډاډ ورکوي چې د لوړې کچې لرونکو ولسوالیو کې د پراخو عملیاتو پر پلان کار روان دی او ډیر ژر به افغان ځواکونه لاس په کار شي .
شعور ګل پښتون وایي، چې سویل ختیځ زون کې لا هم د سیمې استخبارات د وسله والو ډلو ملاتړ کوي خو پر وینا چې موخو ته به ونه رسیږي.