Skip to content
د کډوالو چارو وزارت وایي، د داخلي بې ځایه شویو شمېر کې د تېر کال په پرتله کموالی راغلی دی.
د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي، دا مهال خپلو اصلي مېنو ته د کډوالو د لېږد بهیر روان دی.
د یاد وزارت په وینا، د تېرو جګړو پر مهال زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې، او اوس چې جګړه پای ته رسېدلې، یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې او د پاتې کورنیو د لېږدولو هڅې روانې دي.