Skip to content
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مرستیال مارکس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو مرستیال سکاټ سمیټ او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبر پاڼې له مخې، په دغه کتنه کې پوتزل د نجونو د تعلیم او نورو محدوديتونو د وضع کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې، خو حقاني بیا ویلي، چې د دغې ستونزې د هواري لپاره پر معقولې او دايمي حل لارې کار روان دی.