Skip to content
روانه اوونۍ به له پاکستان څخه افغانستان ته د بندي افغان ښځو لېږد بهیر پیل شي.
په کراچۍ کې د بندي افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په تړاو د شکایتونو له زیاتېدو وروسته پاکستان ژمنه کړې، چې افغانستان ته د دغو ښځو د استولو پروسه پیلوي.
د راپورونو له مخې؛ د پاکستان د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۲۹ افغان ښځې او له ۱۷۸زیات افغان ماشومان بندیان دي.
د یاد زندان مسوولینو ویلي، چې له دغو ۱۲۹ افغان ښځو ۵۴ تنه یې په دوه میاشتو بند محکومې شوې او د ۷۵ نورو محکمه وروسته پیل کیږي.
ددغو چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې به افغانستان ته د شاوخوا ۵۸ ښځو د استولو بهیر پيل شي.
د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو د ماشومانو زنداني کېدو په تړاو ویلي، دغه ماشومان له دې امله زندان ته لېږدول شوي چې میندې یې بندیانې دي.
دا مهال د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون سلګونه افغانان بندیان دي او یاد هېواد د ټولو قوانینو او اصولو خلاف له دوی سره بد چلند کوي.