الاکبروف ویلي،چې یاد پلاوی به د ا سلامي امارت له ګڼو چارواکو سره د ښځو د کار محدودیتونو پر سر ناستې ولري.
هغه زیاته کړې:«موږ په فعاله توګه له مسوولو چارواکو سره سیمه کې کار کوو،ترڅو اوسني وضعیت ته د حل لارې پیدا کړو او موږ له هغوی سره په اړیکو کې یو. د موضوع ښه حل لپاره به د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول افغانستان ته سفر وکړي،چې څو ساعته ناستې به ترسره کړي او دا به پر لوړه کچه تیارې شي. له دې ناستو موخه دا ده،چې مسوول چارواکي اوسنی وضعیت حل کړي. دا چې موږ اوس وضعیت څارو او ګورو،چې څه کیږي؟ نو دغه سفر به په راتلونکو څو اوونیو کې تر سره شي.»
الاکبروف ویلي، له وړاندې یې د اسلامي امارت له ګڼو چارواکو سره کتلي او خپلې ستونزې یې له هغوی سره شریکې کړې او هم یې د هغوی اندېښنې اوریدلې دي،خو ناستو یې یو ډول پایلې نه درلودې.
هغه زیاتوي:« کوم څه چې دوام لري،موږ څوځله غوښتنه کړې،ترڅو له مسوولو چارواکو سره وګورو، په ځانګړي ډول موږ له وړاندې د روغتیا له وزیر او د کډوالو چارو وزیر سره کتلي او زموږ ټیمونه هره ورځ هڅه کوي،له هر وزیر سره جلا ناستې ولري،ترڅو دا ورته روښانه کړي،چې وروستیو محدودیتونو هر برخه څومره موتاثره کړې ده، ما شخصا د اقتصاد له وزیر سره په دې تړاو وکتل او دا مو ترې پوښتلي،چې د دوی اساسې اندېښنې څه دي او څنګ موږ ورته ځواب ویلی شو. له ګڼو وزیرانو سره مو ناستې کړې،خو پایلې یو رکم نه دي،خو بیا هم دا ناستې دوام لري.»
دغه راز الاکبروف ویلي، دا چې خپلو موخو ته ورسیږي، باید له مسوولو چارواکو سره خبرو ته کیني او دا اړیکې باید دوامداره پاتې شي.
الاکبروف د ټولو ستونزو حل د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ ډیالوګ یاد کړی دی.
الاکبروف زیاتوي:« دا چې د نړیوالو پیام په ښه توګه ورسیږي،زه فکر کوم د ټولو همکارو او نړایوالې ټولنې دوامداره اړیکې او ډیالوګ له طالبانو سره اړین دی. د ټولو اساسي پیام دا دی،چې نجونې او ښځې د ټولنې یوه مهمه برخه او غړي دي او د دوی اړتیاوو ته باید ځواب وویل شي. اوسنۍ تګلاره چې تازه روانه شوې، دوی (ښځې) یې له ټولنې، عام ژوند محرومې کړې دي،چې دا محدودیتونه به هېڅ مثبته لاسته راوړنه او پایله ونه لري،نو له همدې امله مسوولو چارواکو سره په اړیکه کې پاتې کیدل ډېر زیات اړین دي او دا باید دوامداره اړیکې او ډیالوګ وي.»
په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو او انجوګانو کې د ښځو د کار د بندیز پر سر ګڼو دولتونو غبرګون ښودلی او یوشمیر ادارو یې بیا تر نامالوم وخته فعالیتونه هم ځنډولې دي،خو اسلامي امارت بیا ورته کوم غبرګون ندی ښودلی او نه یې خپله پریکړه بېرته اخیستې ده.