Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 نړیوالو افغانستان کې د ښځو کار بندیز په اړه د ا.ا پر وروستۍ پریکړه خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/26

د نجونو له پوهنتونو، کورسونو او ځینو مدرسو وروسته د اقتصاد وزارت  وړمه ورځ په یوه مکتوب کې هېواد کې له ټولو کورنیو او بهرنیو انجو ګانو غوښتي  دي،چې خپلې ښځینه کارکوونکي دې دندو ته نه راپریږدي.

په مکتوب کې ویل شوي دي،چې ښځینه کارکوونکو حجاب نه مراعت کاوه، نو ځکه یې دا پریکړه کړې ده.

دې پریکړې ته د نورو هېوادونو سربېره امریکا تر ټولو ډېر او تند غبرګون ښودلی او افغانستان لپاره یې ټولو استازو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد ویلي:«سخت دریځو طالب مشرانو یوه بله نه درک کېدونکې پریکړه وکړه،چې له مخې یې ښځې په انجو ګانو کې کار نه شي کولی. دا پریکړه به د دې لامل شي،چې نړیوالې انجو ګانې هغه بشري مرستې افغانستان ته انتقال نه کړي،چې خورا ډېره اړتیا ورته ده . انجو ګانې په افغانستان کې د بشري مرستو د ویش لپاره حیاتي رول لري.» 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن هم ویلي،ښځې د بشري مرستو رسولو په برخه کې رغنده رول لري او د هغو راګرځول به افغانستان لپاره تباه کوونکې پایلې ولري.

هغه زیاته کړې:«د هغو ښځو پر کار بندیز ډېر خواشینې کړی یم،چې ژوند ژغورونکې بشري مرستې رسوي. دا چاره به میلیونونه خلکو ته د بشري مرستو لړۍ ټکنۍ کړي. ښځې په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو مرکزي برخه ده. دا پریکړه به عامو افغانانو ته خورا تباه کوونکې واوسي.» 

بل خوا  د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونېسف)  سیمه ییز مشر جیورج لاریي هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې او ویلي،یې چې د هېواد روغتیا، پوهنې او تغذیې سکتورونه به اغیزمن کړي.

هغه زیاته کړې:« یونېسف د طالبانو هغه فرمان په کلکو ټکو غندي،چې له مخې یې ښځې په انجوګانو کې کار نه شي کولی. د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې دا ستره شاته پاتې پریکړه به پر روغتیا، تغذیې او پوهنیزو برخو ډېرې بدې پایلې ولري.» 

د کاناډا او اسټرالیا حکومتونو هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې او زیاته کړې یې ده،چې اسلامي امارت په دې پریکړو سره دا ښکاره کوي،چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی نه لري.

له دې پریکړې وروسته وېر ده،چې لسګونه زره ښځې به د افغانستان پر کچه بې دندې شي،چې ورسره به روان اقتصادي وضعیت لا زیات او بېوزلي به لا پراخه شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist