Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

کارپوهان: ا.ا دې د  نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو تړلو پر پریکړه له سره غور وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/25

د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو له بندولو وروسته د اناثو پرمخ د پوهنتونونو تړلو تصمیم اندېښنې پیدا کړي،چې په انزوا کې پاتې افغانستان یې له نړۍ نور هم لرې کړ.

د سیاسي چارو یو شمېر  کارپوهان وايي، له نړۍ سره د بېرته نږدې کېدو یواځینۍ لاره د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو تړل شویو دروازو بېرته خلاصول دي. 

دوی وايي، که اسلامي امارت غواړي،چې یو ځل بیا د افغانستان رسمیت پيژندنې لپاره له نړۍ سره د خبرو لاره خلاصه شي،نو د نجونو پر  مخ دې  د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي. 

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:«اوس که دوی ( اسلامي امارت) غواړي له دغو ستونزو ځان وژغوري، په لومړي قدم کې باید د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي،چې نړیوال بېرته له دوی سره د خبرو زمنیه برابره کړي،ترڅو د دوی مشروعیت په نړۍ کې تثبیت ش.» 

ډېری په دې باور دي،چې له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزو د وتلو او پر نړۍ  د افغانستان اوسني نظام د منلو یوازځینۍ لاره په وروستي تصمیم،چې له مخې تر نامالوم وخته د نجونونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول له سره غور دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، غوښتنه یې دا ده،چې اوسنی نظام دې په دغه برخه کې د اکثریت افغان ولس غږ واوري او درناوی ورته وکړي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« له انزوا د افغانستان وتلو لار داده،چې اسلامي امارت د افغانستان ملت د غوڅ اکثریت غږ واوري او په درنه سترګه ورته وګوري او د ملت غوښتنه داده،چې امارت باید په دغه پریکړه تجدید نظر وکړي.» 

د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اوصوي وايي، تجربې ښي،چې په انفرادي ډول د حکومت مخته وړل ستونزمن کار دی او هغه مهال دولتونه بریالي وي،چې پر کوردننه اختلاف ونه لري او له ولس مشروعیت واخلي.

هغه زیاتوي:« یو دولت هغه مهال بریالی وي،چې پر کور دننه اختلافات ونه لري او یا هم کم وي او وکولی شي،چې له ولسه مشروعیت واخلي او په نړیوال ستیج کې هم بریالی روان وي، بیا کولی شي چې ژر په رسمیت وپیژندل شي،خو په انفرادي ډول د دولت چلول مشکل کار دی او دا تجربو ثابته کړې ده.» 

په ټوله کې باور دادی ،چې نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکړه هم په معنوي لحاظ او هم له سیاسي پلوه د هېواد په ګټه ده، نجونو ته د زده کړې له اجازې سره به له یوه لوري د هېواد راتلونکی تضمین او بچیان به یې لوستي ورزول شي او  له بل لوري به د نړیوالې ټولنې هغه پلمې له منځه لاړې شي،چې د رسمیت پیژندنې په برخه کې افغان حکومت ته یې نیولي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist