Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/20

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کريمي وايي،له نړۍ سره د تعامل، ډیپلوماسۍ او رسمي اړیکو د ټینګښت په برخه کې مو ټول هغه مسایل چې اړین ول، ترسره کړي دي.

کریمي وايي،هغه څه،چې د رسمیت پیژندنې لپاره معیار بلل کیږي، اسلامي امارت پرې عمل کړی دی او اوس هېڅ داسې دلیل او شرط پاتې نه دی،چې نړۍ یې د پلمې په توګه وړاندې کړي او له افغان حکومت سره پرې تعامل ونه‌ کړي.  

کریمي زیاتوي:«اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ په برخه کې د تعاملاتو د رامنځ ته کولو په برخه کې د رسمي روابطو د ټېنګولو په برخه کې له ټولو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره له خپل لوري وظیفه  ترسره  کړې او ټول هغه موارد یې تکمیل کړي دي،چې باید له افغانستان سره تعامل پیل شي، داسې منطقي دلیل او پلمه نه ده پاتې،چې له امله یې له اسلامي امارت سره روابط پیل نه شي.»

کریمي وايي، په تیرو پنځو لسیزو کې دا لومړی ځل دی،چې افغانستان د یو مرکزي نظام له لوري اداره کیږي او ټول سرحدونه یې تر کنټرول لاندې دي.

دغه راز کریمي ډاډ ورکوي،چې په افغانستان کې هېڅ داسې  ترهګره ډله او تحرک ځای نه لري،چې امنیت وګواښي او له افغانستانه نړۍ ته ګواښ پیښ کړي.

هغه زیاته کړه:«دلته یو مرکزي نظام رامنځ ته شوی او په ټول هېواد کنټرول لري او د هېواد ټول سرحدونه اوقلمرو یې تر خپل کنټرول لاندې دي. دلته هېڅ نوع ډله او تحرک شتون نه لري،چې هغه ثابته نقطه ولري،فزیکي موجودیت دې ولري یا دې نورو ته ګواښ متوجه کړي او اسلامي امارت هم په دې برخه کې جدي دی،چې نورو ته د افغانستان له خاورې زیان متوجه نه شي.»

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، وروستیو بریدونو نړۍ اندیښمنه کړې او همداراز د رسمیت پیژندنې په برخه کې د نړۍ هغه شرایط لاهم په افغانستان کې نه دي برابر شوي،چې له مخې یې نړۍ تعامل ته زړه ښه کړي. 

دوی په دې باور دی،چې د بشر حقونه، د ښځو کار او د نجونو زده کړو مسله د نړیوالو هغه شرایط دي،چې لاهم ورته مثبت ځواب نه دی ویلی شوی. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:«دا  د  ادعاو خبرې نه دي،د بیلګې په ډول که ویل کیږي،چې نړۍ ته ګواښ نشته او امنیت ده، خو نړۍ ګوري،چې دلته په سفارتونو او بهرنیانو په استوګن ځایونو باندې چاودنې کیږي،د ښځو حقوقو په برخه کې تر اوسه  د نجونو ښوونځي بند دي او نه هم ښځې بېرته دندو ته راغلي دي، ترهغې چې طالبان د نړۍ دغه شرایط پوره نه کړي او اصولو ته درناوی ونه کړي،نړۍ نه افغانستان په رسمیت پیژني او نه هم ورسره تعامل کوي.» 

په متحده عرب اماراتو کې د طالب چارواکو او امریکايي لوري وروستۍ لېدنې او همدا راز له د افغانستان لپاره د  امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او مخکینو افغان سیاسیونو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرې او ناستې هغه څه دي،چې افغانانو سره یې نړۍ ته د کابل نږدې کېدو تمې پیدا کړي.

غوښتنې دا دي،چې نړیوال او ملګري ملتونه دې له بشري ناورین د ژغورلو لپاره د افغانستان سرپرست حکومت سره خبرې پيل کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist