Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ یو ځل بیا وځنډېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/18

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د رایو په غوڅ اکثریت په دې سازمان  کې د افغانستان استازیتوب لپاره د اسلامي امارت غوښتنه رد کړله او پرېکړه یې وکړه،چې څوکۍ به له پخواني استازي نصیر احمد فایق سره وي.

دغه راز ملګرو ملتونو د اسلامي امارت تر څنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مخالف حکومت غوښتنې هم رد کړله. 

د دغې ۱۹۳ کسیزه اسامبلۍ غړو ته دا وړاندیز د ملګرو ملتونو باور لیکونو کمیټې له خوا شوی وه،چې ټولو غړو یې د ځنډیدو لپاره مثبته رایه ورکړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د باور لیکونو کمیټې مشرې او د ګیانا استازې کارولین برکیټ ویلي:« د باور لیکونو کمیټې پرېکړه کړې ده،چې د طالبانو، میانمار او لیبیا حکومتونو له خوا د ملګرو ملتونو استازولیو ته د دوی د نوي استازي باورلیک منلو په اړه هماغسې ځنډیدلې وساتي.» 

د سیاسی چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې ملګرو ملتونو د خپلو اصولو په خلاف او د امریکا په فرمایش پریکړه کړې  او اسلامي امارت ته یې دا څوکۍ نه ده ورکړې. 

دوی وایي، اسلامي امارت اوس د دې وړتیا لري،چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې له نړۍ سره تعاملات وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« له بل اړخه د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د امریکا تر فشار لاندې داسې پرېکړې نیسي،چې د نړیوالو قوانینو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو قوانینو خلاف دي. موږ پر دې باوري یو،چې ډېر ژر به نړۍ پر دې حقیقت پوه شي، چې د افغانستان په جغرافیه کې یو نظام په نوم د اسلامي امارت دی،چې کولی شي، د افغانستان د ملت استازیتوب وکړي.» 

اخوا یو شمېرر نور بیا په دې باور دي،چې د ملګرو متلونو دایمي استازي څوکۍ او رسمیت پیژندنه د اسلامي امارت کړنو او پریکړو پورې تړلې موضوع ده او اړتیا ده،چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې شرایط ومني.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسنی دایمي استازی د تېر حکومت استازی نصیر احمد فایق دی،چې د عمومي اسامبلۍ د پریکړې له مخې به لا هم پر خپل ځای وي.

د ملګرو ملتونو دا پریکړه د عمومي اسامبلۍ د ۷۷یمې ناستې تر پایه به د باور وړ وي،چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر سیپټمبر  میاشتې پورې به دوام کوي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو لپاره سهیل شاهین د دایمي استازي  په توګه ټاکلی دی،چې لاهم د ملګرو ملتونو له لورې نه دی منل شوی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist