Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د چین بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ووځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/14

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین د یوه خبري کنفرانس پرمهال د شهرنو سیمه کې پر کابل هوټل د دوشنبې ورځې برید کې د پنځه چینايي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې وانګ وین بین افغانستان کې چینايي وګړو ته ویلي، چې وضعیت ته په کتو باید ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

هغه زیاته کړې:« په کابل کې پر کابل هوټل د دوشبې ورځې برید کې پنځه چینایي وګړي ټپیان شوي دي. د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې میشتو ټولو چینایي وګړو او ادارو ته سپارښتنه کوي،چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.» 

بل خوا رویټرز خبري اژانس د کابل هوټل مشر او په افغانستان کې  د چینايي پانګوال له قوله لیکلي،چې د برید پرمهال په هوټل کې شااوخوا ۳۰ چینايي وګړي موجود ول، چې له ۱۰ زیات په کې ټپيان شوي دي. 

د کابل هوټل مشر یو مینګ هو وايي:«په  کابل هوټل کې تر ۳۰ چینایي وګړي میشت ول، چې ۱۴ یې برسیرن ټپیان شوي او پنځه تنه یې د سې شنبې تر ماسپښینه د ایمرجنسي روغتون په بېړني واټ کې ول، پاتې نور له هوټله تښتیدلي وو.» 

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین  د یادې پېښې  د پلټنې او عاملینو د سزا غوښتنه کړې. 

هغه زیاتوي:« چین له افغان حکومت غواړي،چې د چینایي وګړو خوندیتوب برخه کې له هېڅ ډول هلو ځلو دریغ ونه کړي او د دوشنبې ورځې پېښې په اړه دې هر اړخیزې څیړنې وکړي او د پېښې عاملینو ته دې سخته سزا ورکړي.» 

له دې وړاندې کابل کې د پاکستان سفیر ترڅنګ پر روسيي ډیپلوماټانو هم برید ترسره شوی وه، چې اندېښنې یې راپورته کړې وې، خو دا پر چینايانو لومړی برید دی،چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې ترسره کېږي.

د اسلامي دولت نومې ډلې( داعش) د یاد برید مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې د ۳۰ بهرنیو او داخلي کسانو د مرګژوبلې ویلي.

اسلامي امارت بیا ویلي،هېڅ بهرنی وګړی په دې برید کې نه دی ټپي شوی او ټول خوندي ژغورل شوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist