Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنیزو کمیسیونونو ته د احزابو خبرداری!

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/24

یو شمېر سیاسي احزاب پر حکومت نیوکه لري چې د ټاکنو پروسه کې یې لاسوهنه کړې.

که تر راتلونکې دوشنبې د کابل رایې بیرته باطلې اعلان نه شي، سیاسي احزاب به د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې وتړي.

کابل کې یو شمېر سیاسي احزاب او مدني ټولنې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غواړي چې خپله چوپتیا ماته کړي او کابل کې د بیا ټاکنو زمینه برابره کړي.

دوی پر حکومت هم نیوکه لري چې د ټاکنو پروسه کې یې لاسوهنه کړې.

د ولسي جرګې ټاکنو کې د درغلیو په تړاو یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ګواښ وکړ، که تر راتلونکې دوشنبې د کابل رایې بیرته باطلې اعلان نه شي او بیا ټاکنې ونه شي، نو د دواړو کمېسیونو دروازې به وتړي او مدني خوځښتونو ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د متحد ملت او حزب اسلامي ګوندونو استازو له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم وغوښتل چې خپله چوپتیا ماته کړي او په زغرده د کابل رایو د باطلېدو پرېکړه دې وکړي.

دوی په ټاکنو پروسه کې د لاسوهنې تور پر حکومت پورې کوي او له حکومت غوښتنه هم کوي چې د دواړو کمېسیونونو مسؤلین عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.

له دې وړاندې هم په وار وار معترضو نوماندان بیلا بیلې غونډې درلودې او د درغلیو په تړاو یې اسناد او شواهد هم رسنیو ته ښودل، خو ډاګیزه پایله یې نه ده ورکړې.

ټاکنیز کمېسیونونه بیا له نوماندانو غواړي چې په دوی باور وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist