Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار او بلخ  کې وروستیو چاودنو نړیوال غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/08

له مذهبي ځایونو او سفارت خونو ور اخوا دا ځل د سرپرست حکومت مخالفینو د ملکي کارکوونو ټرانسپورټ او د ژوند او کار ځایونه په نښه کړي.

د پاکستان پر سفارت له بریدو وروسته، لومړی چاودنه  د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې پر یوه ملي بس شوې، چې ۷ کسان په کې ووژل شول او ۶ نور ټپيان دي.

د دې په تعقیب بله چاودنه د ننګرهار ولایت مرکز د جلال باد ښار د صرافانوپه یو مارکیټ وشوه، چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو غبرګونونو تر څنګ دغو پيښو نړیوال غبرګونونه هم پارولي،چې د اسلامي همکاریو سازمان مزارشریف کې چاودنه غندلې او د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ لپاره یې سیاسي ټیکاو اړین بللی دی. 

د اسلامي همکاریو سازمان:«  د دغه سازمان عمومي سکرټریت د افغانستان په شمال مزارشریف کې پر یوه دولتي بس،چې د نفتي توکو د یوه شرکت کارکوونکي په کې سپاره ول، د بم چاودنه په کلکو ټکو غندي. د اسلامي همکاریو سازمان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هېله کوي.د دې تاوتریخوالي ځپلې هېواد لپاره سیاسي ثبات یو اړین شرط دی او پرته له دې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.» 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم دې چاودنو ته غبرګون ښودلی او غندلې یې دي.

دغه راز وېسټ ویلي،چې  پر ملکي وګړو بریدونه هېڅ توجیه نه لري او باید مخه یې ونیول شي.

هغه زیاته کړې:« متحده ایالات کابل او مزارشریف کې ترهګريز بریدونه،چې بزدلانه وو او د بې ګناه افغانانو ژوند یې اخېستی، غندي. موږ د پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږې څرګندوو او دغه ډول تاوتریخوالی هېڅ توجېه نه لري.» 

په  ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه وروستۍ  چاودنې  غندلي او دا ډول پيښې یې ترهګریز بریدونه بللې دي.

د یاد وزارت یوه ویاند ویلي:« په مزار شریف او جلال آباد  کې وروستۍ چاودنې چې ګڼ افغانان په کې وژل شوي او ټپیان دي، په کلکو ټکو غندو. د بهرنیو چارو وزارت د دغو ترهګریزو بریدونو قربانیانو ته د تسلیت مراتب او ټپیانو ته  د عاجلې روغتیا هېله کوي.» 

پر ملکي وګړو بریدونه کومه نوې موضوع نه ده،خو له هغه وخته،چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی دی،د هغوی وسله والو مخالفینو د بریدونو یوازینۍ موخه نرم هدفونه دي.

که څه هم بار بار سر پرست حکومت د دا ډول بریدونو د مخنیوي ډاډ ورکړی دی،خو اوس هم وخت ناخته ولسي وګړي پر نښه کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist