له هغې وروسته چې د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد متحد عرب اماراتو ته سفر وکړ، نو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ هم له هند متحده عرب اماراتو ته ورغی او اوس یې له دغه لوړپوړي افغان چارواکي سره لېدلي دي.
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی دی،چې په دغه لېدنه کې د افغانستان پر مسایلو بحثونه او خبرې شوې دي او افغان لوري وېست ته د افغانستان دخوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه لېدنه کې ډاډ ورکړی،چې دافغانستان ټولې پولې خوندي دي او د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پیښ نه شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، که امریکا پر خپلو کړوژمنو عمل وکړي،پر افغانستان لګیدلي بندیزونه لرې کړي، د افغانانو پیسې له کنګل وباسي او همداراز رسمي سیاسي اړیکو ټینګښت لپاره لار هواره کړي .
کریمي زیاتوي:« مهمه داده،چې امریکا باید خپلو ژمنو ته ورسیږي او عملي یې کړي، تحریمات لرې کړي، د افغانانو پیسې باید ازادې شي، د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره چې په متقابل درناوي باندې ولاړې وي لار هواره کړي او د افغانستان مسایل خپله افغانانو ته پریږدي،ځکه اوس په افغانستان کې مرکزي حکومت راغلی او د هېواد په ټول قلم رو باندې حاکمیت لري .»
د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، له امریکايي استازي سره د ملي دفاع وزارت سرپرست لېدنه له نړۍ سره د اړیکو دټینګښت لپاره مهمه او ستر ګام دی او دغسې لېدنې او عملي ګامونه کولی شي،چې افغانستان له نړیوالې اقتصادي او سیاسي انزوا وژغوري.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هاتف مختار وايي:« د مولوي یعقوب سفر متحده عرب اماراتو ته او بیا یې د اماراتو له مسولینو سره لېدنه د افغانستان د ملي منافع په رڼا کې یو ستر قدم دی او اوس افغانستان د سیمې د خبرو اترو په محراق کې قرار لري او له توماس وېست سره د مولوي یعقوب لېدنه موږ دې نتیجې ته رسوي،چې افغانستان نور له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا نه وځي .»
معارج وايي، دغه ډول لېدنې د افغانستان د سیاسي برخلیک لپاره ګټورې دي او باید جزئیات یې له افغانانو سره شریک شي.
معارج زیاتوي:« د امریکا ځانګړي استازي توماست ویسټ او د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر لېده کاته ځانګړی اهمیت لري،ځکه دواړه د افغانستان په چارو کې اغیزمن کسان دي،چې ان د برخلیک ټاکلو رول هم لوبولی شي.داچې دوی پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي،دواړه باید راشي د مطبوعاتو له لارې افغانانو سره یې شریکې کړي دا ډول لېدنې ګټورې تمامېدای شي.»
د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره له لیدنې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست په متحده عرب اماراتو کې له میشتو افغانانو سربې ره د دغه هېواد له لومړي وزیر او د دوبۍ له امیر سره هم لېدنې درلودې.