Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: متحده عرب اماراتو کې به د افغانستان راتلونکي نظام په اړه بحث وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/05

د متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملوي محمد یعقوب مجاهد  او د پخواني ولسمشر حامد کرزي هم مهاله سفرونو تمې پیدا کړي،چې ښايي  د افغانستان په تړاو بحثونه وشي .

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،کرزی به په متحده عرب اماراتو کې له پخوانیو مطرحو څیرو سره وګوري او د اسلامي امارت د چارواکو ترڅنګ به د هغو هیوادونو استازي هم متحده عرب اماراتو ته ولاړ شي،چې په افغانستان کې خپل اغیز لري. 

دوی په دې اند دي،چې دغه بحثونه به د هغو ناستو دوام وي،چې له وړاندې یې د ډیسمبر په لومړیو کې د پیل خبره شوې وه.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ظاهرآ خو د حامد کرزي سفر دوبۍ  او المان ته د درملنې لپاره ده، خو دا جوته ده،چې دی به څه دنده هم لري. پخوانیو مطرحو کسانو سره به په دوبۍ کې ګوري او د منځګړي بڼه به ولري. په دې مسله کې د طالبانو چارواکي هم راځي او د هغو هېوادونو استازي چې په افغانستان کې اثرات لري،هغه به هم سره ګوري،په ټوله کې به د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه بحث کیږي.» 

خو پخواني ولسمشر حامدکرزي ته نږدې څيره شهزاده مسعود بیا وايي، د کرزي د سفر یوازینی هدف درملنه ده،چې المان هېواد ته پر لاره دی،خو د دغه هېواد د وېزې ترلاسه کولو لپاره به درې ورځې په متحده عرب اماراتو کې وي.

مسعود وايي،که په متحده عرب اماراتو کې میشت افغانان وغواړي،چې له کرزي سره وګوري،نو په دې برخه کې کومه ستونزه نشته او پخوانی ولسمشر به ورسره لېدنه وکړي .

مسعود زیاتوي:«  د حامد کرزي له تګ وروسته د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم سفر درلود،خو  د دې سفرونو منځ کې کومه همغغږي  نه وه موجوده. دا ښه خبره ده،چې د سیمې هېوادونو سره د باور فضا نوره هم زیاته شي،که پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په متحده عرب اماراتو کې که افغانان وغواړي،چې ورسره وګوري،د ده له طرفه به کوم ممانعت نه وي او طبیعي خبره ده، چې دی به ورسره ګوري،خو اساسي خبره داده،چې دی به  د درملنې لپاره المان ته لاړشي.» 

ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي بیا وايي،متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع د سرپرست وزیر موخه هلته له میشتو افغانانو سره لېدنه او د متحده عرب اماراتو له  چارواکو سره خبرې دي. 

خوارزمي زیاتوي:« د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد تیره ورځ د یوه حکومت پلاوي پر  مشرۍ متحده عرب اماراتو ته ولاړ. د ملي دفاع وزارت سرپرست به په دې سفر کې د متحده عرب امارتو له مشرانو او په دغه هېواد کې له میشتو افغانانو سره ورګوري.»

انګیرنې بیا دادي،چې  په متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست تګ او بیا په دغه هېواد کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي درې ورځې پاتې کیدل او همدا راز له هند وروسته متحده عرب اماراتو ته د امریکا ځانګړي استازي راتګ هغه څه دي،چې له نړۍ او بهرمیشتو افغانانو سره یې د خبرو د پیل تمې پیدا کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist