Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نېکلاسن:  له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی

نېکلاسن:  له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/01

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د هرات امنيتي ډيالوګ لسمې ناستې پر دویمه ورځ هم د ګډونوالو هېوادونو استازو د افغانستان په اوسني سياسي او بشري وضعيت خبري وکړې.

ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن وويل، له  افغانستان سره يې د بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی.

نېکلاسن زیاته کړې:« زموږ تعامل د افغانستان له خلکو سره د هغوی د ملاتړ په مانا دی. په افغانستان کې د روان بشري اقتصادي بحران د مخنيوي په موخه خپلو مرستو ته بیا هم دوام ورکوو. موږ د مرستو ملاتړ کوو او د اصولو او شرايطو پر اساس مخکې ځو.» 

نېکلاسن په افغانستان کې د ښځو روان وضعيت خواشينونکی وباله او زیاته یې کړ،چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو سره سم ښځې په سيستماتيک ډول له مدني حقونو محرومې شوې دي.

هغه زیاته کړې:« موږ او تاسې څارو او شاهد يو،چې په افغانستان کې د ښځو وضعيت په سيستماتيک ډول په بدلون کې دی، د ښځو په اړه وروستۍ پرېکړې چې نه شې کولی پارکونو ته لاړې شي، ښځې له مدنې ګډون څخه محرومې شوې دي. له ښځو زموږ د ملاتړ موخه داده،ترڅو په راتلونکې کې د افغانستان په اقتصادي وده کې برخه واخلي.» 

همدا راز  د ګډونوالو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره په ټولګډونه حکومت ټنيګار وکړ. 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي،چې د سرپرست حکومت له استازي پرته د افغانستان  په تړاو ناستې نمایشي او بې اغیزې دي.

دغه ناسته داسې مهال کیږي،چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو ډېرې ناستې کیږي،خو د سفر له بندیز وروسته د اسلامي امارت یوه استازي ته هم په دغه ډول ناستو کې اجازه نه ورکول کیږي.

د هرات امنيتي ناستې ته د مخکېني حکومت یو شمیر چارواکي او پخواني سیاسیون هم ور بلل شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist