Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مخکېني ولسمشر مرستیال سرور دانش وروستۍ څرګندونو غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/01

د افغانستان مخکیني ولسمشر مرستیال سرور دانش،چې اوس په نوي زیلاند کې اوسیږي،له بي بي سي سره یې په مرکه کې د افغانیت په تړاو خبرې کړي او دغه مسله یې لاهم لانجمنه یاده کړې او پر وینا یې دی او د نوي تازه ګوند غړي یې افغانان نه دي.

د سرور دانش دغو څرګندونو ته افغانانو توند غبرګونونه ښول شوي دي .

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري د دانش دغه څرګندونې د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهل او نه بښوونکې بللې دي.

نظري وايي، ټول هغه قومونه او ولسونه،چې په افغانستان کې ژوند کوي، افغانان دي.

نظري زیاته کړې:«هغه کسان،چې له هېواد بهر دي او قومي نفاق ته لمن وهي،دا اقدام یې نه بښوونکی دی. افغانستان داسې یو هېواد دی،چې غیر قابل د تجزیې دی او ټول هغه کسان، چې د افغانستان په جغرافیه کې ژوند کوي، افغانان دي او  د دې هیواد اتباع دي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، سرور دانش په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغان ولس پر وینو تجارت کړی او ځان یې تغذیه کړی دی.

دوی وايي،سرور دانش د جمهوري نظام مرستیال و او پر افغان ولس د اوسني حاکم اقتصادي وضعیت مسوول دی او باید حساب ورسره وشي.

 د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« سرور دنش او د ده په شان نورې هغه تښتیدلې څیرې،چې نن په غربي هېوادونو کې ناست دي،په کوم جرات او صلاحیت د افغانستان د خلکو پر برخلیک باندې خبرې کوي. دوی خو هغه تښتیدلې او منفوره څیرې دي،چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې د خپل ملت وینې وڅښکلې او اوسنی وضعیت چې ملت ور سره مخ دی، دا د دوی د کړنو پایله ده.»

ځینې نور بیا د سرور دانش وروستۍ څرګندونې د افغانستان د ملي منافعو،یووالي او سیاسي او تاریخي هویت پرخلاف یادوي او زیاتوي،چې د افغان ولس د پانګې لوټونکي د دې حق نه لري،چې نور پر افغانستان او افغانانو بحث وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«  د سرور دانش خبرې د افغانستان د ملي منافعو، ملي یووالي،تاریخ او د سیاسي او تاریخي هویت پرخلاف دي،هغه کسان،چې له افغانستانه تښتیدلي او ملیونونه ډالره یې له ځان سره وړي دي، اوس د دې حق نه لري،چې د افغانستان پر هویت، تاریخ او ځمکنۍ بشپړتیا او نظام باندې خبرې وکړي. موږ واحد، ازاد او خپلواک ملت یو، افغانان یو او افغانان به پاتې کیږو.» 

له دې وړاندې هم سرور دانش په یو مجازي بحث کې د افغانستان فدرالي کیدو غوښتنه کړې وه،چې پرکوردننه او بهر د عامو افغانانو او سیاسي څېرو له سختو نیوکو او غبرګونو نو سره مخ شو.

هغه مهال چې سرور دانش د مخکیني ولسمشر برحاله مرستیال وه، نو یوازې نوي میلیونه افغانۍ یې د دولت له بودیجې پرخپلې تداوۍ لګولې وې،چې هماغه مهال د دولتي چارواکو له لوري پرې دا ختلاس تورونه هم  پورې شول . 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist