Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیګار: امریکا تېرو ۱۵ میاشتو کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر نغدي مرسته کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/01

افغانان له  تیرو څو لسیزو راهیسې له بې وزلۍ، بې کارۍ او بد اقتصادي وضعیت کړیږي، خو د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره یې بشري او اقتصادي وضعیت لا خراب شوی دی.

د بې وزلۍ د مخنیوي او افغانانو د ژوند د هوساینې په موخه ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو له لارې خپلو بشري مرستې پیل کړې او لا هم دوام لري.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا  ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) ویلي، له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له ډلې یوازې امریکا د (یو.ایس.اې.آی.ډي) او بهرنیو چارو وزارت له لارې افغانستان سره له ۱.۱ میلیارد ډالرو زیاتې نغدې مرستې کړې دي. 

سیګار  زیاته کړې:« په تیرو ۱۵ میاشتو کې امریکا د افغانستان یوازینی ستر ملاتړ کوونکی هېواد پاتې شوی،چې د ۲۰۲۱ کال اګیست میاشتې راهیسې یې ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې. د دغو مرستو له ډلې نږدې ۸۱۲ میلیونه ډالر د (یو.ایس.اې.آی.ډي) او ۳۲۰ میلیونه ډالر د بهرنیو چارو وزارت له خوا افغانستان ته لیږل شوي دي.» 

سیګار ویلي، د نغدي مرستو تر څنګ امریکا له افغانستان سره اضافي ۳۲۶ اعشاریه ۷ میلیونه بشردوستانه مرستې  هم کړي او دا لړۍ به همداسې دوام ولري.

سیګار زیاتوي:«  د  امریکا له خوا په مرستو کې اضافي ۳۲۶.۷ میلیونه ډالر مرستې هم شاملې دي،چې د سپټمبر په ۲۳ یې اعلان کړې دي. په اضافي مرستو کې د  (یو.ایس.اې.آی.ډي ) ۲۰۸ میلیونه بشردوستانه او د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، ګډوالۍ او دګډوالو ادارو څخه نږدې ۱۱۸.۸ میلیونه ډالر مرستې شاملې دي.» 

دغه راز سیګار ویلي،د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر(اوچا)اټکل کړی دی،چې لا هم په زرګونو افغانان له بشري ناورین او بې وزلۍ کړیږي.

سیګار زیاته کړې:« د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) اټکل کړی دی،چې له ناورین سره مخ او د زلزله ځپلو په ګډون نور سل زره افغانان اضافي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.» 

نه یوازې امریکا بلکې ګڼو نورو هېوادونو هم په تیرو ۱۵میاشتو کې له  افغانستان سره په میلیونونه ډالر مرستې کړي او لا هم دا لړی دوام لري، چې هره اوونۍ د افغانستان بانک ته د ۴۰ یا ۸۰ میلیونه ډالرو نغدي کڅوړې رالیږل،یې یوه برخه ده.

له  دومره مرستو سره سره د افغانانو اقتصادي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او لاهم میلیونونه افغانان له فقر سره مخ دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist