د تیرو څو لسیزو جګړو د میلیونونه افغانان ژوند واخېست او میلیونونه نور یې د هېواد پريښودو ته اړکړل، که څه هم په معیاري ډول د افغانستان نفوس تر اوسه پورې نه دی حساب شوی،خو له دې وړاندې باور دا وو،چې د دغه شمیر له ۳۰ تر ۳۵ میلیونه پورې دی.
تازه د ملګرو ملتونو نفوس ادارې په یوه سروې کې د افغانستان نفوس شااوخوا ۴۱ میلیونه ښودلی او ویلي دي،چې د نړۍ د نفوس صفر اعشاریه پنځه سلنه برخه جوړوي.
د سروې یوه برخه:« د افغانستان اوسنی نفوس شااوخوا ۴۱ میلیونه ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې دغه شمیر ۲۰۲۰ کال کې نږې ۳۹ میلیونه اټکل شوی وه. د افغانستان اوسنی نفوس د نړۍ د ټول نفوس ۰.۵ سلنه برخه جوړوي او افغانستان د نړۍ ۳۷م هېواد دی،چې زیات نفوس لري.»
یاده سروې کې ویل شوي،چې د افغانستان د نفوس زیاتوالی تر بل هر هېواد چټک او ان دوه برابره بللی شوی، چې په اټکل سره به دغه شمیر په راتلونکو درېیو کلونو کې ۴۳ نیم میلیونو ته او ۲۰۵۰ کې به له ۶۴ نیم میلیونو لوړ شي.
د سروې یوه برخه :« د افغانستان نفوس اوس مهال په کال کې ۲.۲ سلنه زیاتیږي،په داسې حال کې چې پر نړیواله کچه هرکال کې د یوه هېواد نفوس یو سلنه زیاتېدل منل شوی معیار دی. د دومره چټګ نفوس په زیاتیدو سره به د افغانستان نفوس ۲۰۲۵ کال کې ۴۳ نیم میلیونه، ۲۰۳۰ کې د ۴۸ میلیونه په شااوخوا کې او ۲۰۵۰ کې به ۶۴.۶ میلیونه ته ورسیږي.»
د افغانستان د نفوس د ډېروالي پر سر داسې مهال خبرې کیږي،چې اوسنی نفوس د امکاناتو له نشتونه کړيږي.
د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د روغتیا، ترانسپورټ، زده کړو او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې د نفوس مطابق خدمات وړاندې کیږي، خو افغانستان چې یو شاته پاتې هېواد دی او ان اوس یې نږدې ټولې برخې د پردیو په مرستو ولاړې دي،نو یاد چټګ د نفوس پرمختګ به نوی نسل له سختو ستونزو سره مخ کړي.