دوی په عام محضر کې دغه ډول بدني سزاګانې حیرانونکېې بللې دي .
خو د اسلامي امارت بیا دغو نړیوالو سازمانونو او د اشخاصو څرګندونې د اسلام دین ته بې احترامي بللې او د نړیوالو قوانینو خلاف یې یادې کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هېوادونو استازو څرګندونې،چې د درو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهين کوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت بولي.»
خو دیني عالمان بیا وايي،په ټولنه کې د اسلامي حدودو تطبیق یوه موخه هم د بشري حقونو خوندیتوب دی او په دې سره ټولنه له هر ډول ګواښونو او بېعدالتیو خوندي پاتې کیږي.
شیخ ا لحدیث مفتي عبدالمنان تره خېل وايي:« بار بار په قران کریم کې الله تعالی په اجراتو د حدودو امر کوي،چې تاسو حد جاري کړئ، که هغه په غله وياو که قاتل باندې حد باید جاري شي،د شرعي حدودو په اجاراتو کې لوی خیر دی، امن دی،کله چې حدود جاري شي نو مسلمانان به امن وي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د اسلامي نظام لپاره د شرعي حد جاري کول یو اصل دی،خو افغانستان د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړی دی او اوس باید افغان حکومت نړۍ ته قناعت ورکړي،چې شرعي حد تطبیق یوازې د ټولنې د اصلاح لپاره دی.
د سیاسي چارو کارپوه معین څمکنی وايي:« د حد جاري کول دا په اسلامي نظام کې یو اصل دی،خو نړیوال چې کوم غبرګونونه ښیي،هغه نړیوال میثاقونه دي،چې په هغه کې د سیاسي او بشري حقونو مسله ده او د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو منشور امضاء کړی دی او نړیوالو مو په دې باندې مکلف ګڼي. موږ باید نړۍ ته دا قناعت ورکړو،چې شرعي حدود د یوه هېواد او جامعې د اصلاح لپاره دي، نه داسې،چې په هرچا دې غیرمجاز تطبیق کیږي.»
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قانون حاکمیت ته درناوی مهم یاد کړی او زیاته کړې،چې اروپايي ټولنې له اسلامي امارت څو ځلې غوښتي، چې اساسي قانون او حقوقي چوکاټ رامنځ ته کړي او د قانوني اجراتو له ترسره کیدو ډاډ ورکړي.
دوه اونۍ وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه له قاضیانو سره لېدنه کې هغوی ته د هغو قضیو چې شرایط یې پوره دي، پر مجرمینو یې د حدودو او قصاص جاري کولو سپارښتنه وکړه،چې له دغه امر څو ورځې وروسته تېره اونۍ په لوګر ولایت کې پر درې تنه ښځو او نهو نارینه و حدود جاري او په درو ووهل شو.