Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې لسګونه بې سرپرسته ماشومان له مسلکي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/27

په کابل کې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د لېندۍ پر ۵ مه » لسګونه بې سرپرسته ماشومان،چې د یوه خیریه بنسټ له لوري ورته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې وه، فارغ شول. 

دوی ته د موبایل جوړونې څلور میاشتنی پروګرام پیل شوی وه،چې یې زده کړې پایته ورسېدې.

د یاد خیریه بنسټ مشر جاوید ابراهیمي وايي،له دې وروسته دا ماشومان کولی شي، چې له دې لارې پر خپل مټ د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

ابراهیمي زیاتوي:«زما په ګډون ډېری خیریه بنسټونه دا هڅه کوي،چې پر خلکو خوراکي توکي ووېشي یا هم نغدې پېسې ورکړي. خو وروسته وروسته مې دا فکر وکړ،چې ترڅه وخته ؟ بلاخره یوه لاره خو باید وي، بیا دا انګیزه راته پيدا شوه، که اوس دا یو ورور چې دلته ناست دی، څلور میاشتې راغی، که دوی خپله یو کسب زده کړي او لاړ شي د خپل ځان لپاره خپله پيسې وګټي، زما په اند دا به غوره کار وي.» 

نوید او حکمت‌الله د دغه پروګرام هغه ګډونوال دي،چې هر یو یې د کورنۍ د لسو کسانو سرپرستي کوي، وایي،له دې لارې به یې دوامداره ستونزې حل شي.

د کورس یو تن  ګډونوال حکمت الله وايي:«زه نهه کسیزه کورنۍ لرم، مشر د کورنۍ زه یم. یوه مې مور ده، دوه کوچني وروڼه او نورې مې خویندې دي. دا کورس زما لپاره ډېر ګټور تمامېږي،ځکه زه کولی شم،چې نورو وروڼو ته مې هم دا کسب ور زده کړم.» 

د کورس یو بل ګډونوال نویدالله بیا وايي:« زموږ لپاره دا کار ډېر ګټور تمامېږي،ځکه اوس په نړۍ کې هر څوک موبایل لري او دا خرابېږي،نو زموږ لپاره دا کار ډېر ګټور دی. موږ د دې  کسب په وسیله کولی شو، خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړو.» 

یو شمېر نور ګډونوال یتیم ماشومان بیا وایي،غربت یې د زده کړو مخه ډب کړې او وروسته له دې به له کار کولو سره سره زده کړو ته هم لاس رسی پیدا کړي.

د یاد خیریه بنسټ مشر جاوید ابراهمي وايي، غوښتنه یې دا ده،چې  د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې پر ځای که دولت او خیره بنسټونه دا ډول کوچني کاروبارونه رامنځته کړي،د شته بې وزلۍ کچه راټیټیدلی شي.

هغه زیاته کړه:« زه وایم، چې خلکو ته باید د کاروبار زمینه برابره شي. ته چې یو څوک د سړک له سر اخلې، ښه! فکر وکړه،چې ټول مستحق نه ول، په دې کې څوتنه واقعا مستحق ول، پایله څه ده؟ ته خو باید پایله ترې ترلاسه کړې. ته  خو باید دوی ته یو کاروبار جوړ کړې، که کاروبار نه وي، ته یې راولې او په زندان کې یې واچوې، یا بل ځای کې یې واچوې، پيسې خو له اسمانه نه رالوېږي.» 

ابراهیمي وايي،هڅه کوي،دا لړۍ نږدې راتلونکې کې نورو ولایتونو ته هم وغځوي،ترڅو بې سرپرسته کورنیو ته د کار زمینه برابره کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist