Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا او اروپايي پارلمان یو ځل بیا افغانستان کې د مېرمنو په اړه اندېښنه ښودلې  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/24

په کابل کې د امریکا متحده ایالتو شارژدافیرې کرن ډیکر د اسلامي امارت لخوا د  ښځینه فعالانو د نیول کیدو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې.

ډیکر وايي، د غږ پورته کول په دې مانا نه دي،چې دا میرمنې د افغانستان لپاره ګواښ رامنځته کړي،بلکې دوی د خپلو حقونو غوښتنه کړې. 

هغې زیاته کړې:« هغه ښځې چې د خپلو حقونو په موخه غږ پورته کوي، د افغانستان لپاره ګواښ نه دي،خو د ښځو دا ډول نیول او زنداني کول د افغانستان د ثبات کمزورتیا لامل کیږي او سوله

ییز کار نه دی. زه له هغو ټولو سره خپل غږ بدرګه کوم،چې د ظریفې یعقوبي او د هغوی د همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.» 

په ورته وخت کې د  اروپایي پارلمان مشرې روبرټا میستولا  افغانستان کې پر ښځو د وروستیو لګیدولو بندیزونو په تړاو اندیښنه څرګنده کړه، او زیاته یې کړه،چې دوی به  د تل په څیر د افغانانو ملاتړ کوي،خو له افغان حکومت ملاتړ ځکه نه شي کولی،چې ښځې یې له صحنې اېستلې دي.

میتسولا زیاته کړې:« د  تېر نظام له سقوط ۱۵ میاشتې تیریږي او ښځې له عامه ځایونو او کاري ساحو لرې کړای شوې دي. طالبانو د افغان ښځو په تړاو کړې ژمنې نه دي عملي کړي او په تېرو ۲۰ کلونو کې چې کومې لاس ته راوړنې وې، هغه هم له لاسه وتلې دي. اروپايي پارلمان د افغان ولس ملاتړ ته چمتو دی،خو حکومت ته یې نه دی،ځکه هغوی ښځې له صحنې اېستل غواړي.» 

اخوا د ښځو حقونو ځینې فعالانې بیا وایي،که پر افغان میرمنو د بندیزونو لګیدل دوام وکړي، نه یوازې د ښځو بلکې د دولت لپاره  به ګڼ سیاسي زیانونه ولري او نړیوالو ته به د افغانستان په  کورنیو چارو کې د لاسوهنې  زمینه برابره کړي.

کابل کې د ښځو حقونو فعالانو ادعا کړې،چې د روانې نومبر میاشت په پیل کې اسلامي امارت د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لویدیځ کې د ښځینه فعالانو د یوې خبرې غونډې له پای وروسته ونیول،چې اوس یې نړیوال بنسټونه د خوشې کیدوغوښتنه کوي. 

خو اسلامي امارت پرې بې خبري څرګنده کړې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist