Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایران له کابل سره د امنیتي همکاریو لپاره د سیمه ییز کمېسیون جوړښت وړاندیز کړی

admin by admin
2022/11/23

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له افغان چارواکو سره د مالوماتو د شریکولو لپاره د ګډې سیمه ییزې امنیتي کمیټې د جوړېډو وړاندیز کړی دی. 

قمي ویلي، د سیمې هېوادونه باید د دغې امنیتي کمیټې په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته وکړي او دغه مرستې باید د پوځیانو د روزنې، د مالوماتو د تبادلې او د تجهیزاتو د رسولو په برخو کې وي. 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ایران او نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه د خپل کورني امنیتي وضعیت په  اړه له افغانستانه اندیښنه لري،خو د داسې ګډې امنیتي کمیټې چې په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته کیږي، رامنځته کول به د افغانستان په ګټه وي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« ګاونډي هېوادونه او په ځانګړي ډول ایران د خپل داخلي امنیت په تړاو اندیښنې لري او په دې تړاو به هڅې کوي. دا چې د ګډې امنیتي کمیټې وړاندیز کوي، د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټوره ده او دا چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز مسله یې د افغانستان لپاره ګټوره ده او حکومت یې باید مدیریت کړي،چې دا کار د سیمې د ثبات او امنیت لپاره هم دی.» 

ځینې بیا وايي،د سیمې هېوادونو  او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو دغه ډول وړاندیزونه او هڅې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا دي او باید ورسره احتیاط وشي.

خو  د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،تر دې مهاله ورسره د دغې امنیتي کمیټې چې ایران یې د جوړښت غوښتنه کړې، مالومات نه دي شریک شوي،خو ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاور ه به د هېڅ هیواد پر زیان ونه کارول شي .

مجاهد زیاتوي:«تراوسه په دې تړاو موږ سره څه نه دي شریک شوي،خو د افغانستان له خاورې ډاډ ورکوو،چې چاته زیان او ضرر نشته  دی. موږ په یوازې ځان هم کولی شو،چې د افغانستان له خاورې د هغو زیانونو مخه ونیسو،چې ګاونډي هېوادونو ته واردیږي.»

دغه ایراني چارواکي ویلي،ترهګري سرحد نه لري او په افغانستان کې ناامني په ټولې سیمې او ګاونډیو هېوادنو هم اغیز شیندلی شي او باید په دغه برخه کې ټول پر ګډ لاس په کار شي او د دې کمیټې له لارې له افغانستان سره ګډه  همکاري وشي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist