Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

کارپوهان: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د تل لپاره له افغان قانوني دولت سره وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/22

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په ملګرو ملتونو کې د د افغانستان څوکۍ باید د هروخت لپاره د افغانستان له قانوني حکومت سره وي او اسلامي امارت باید د دغې څوکۍ لاسته راوړلو لپاره ځینې معیارونه پوره کړي،چې لومړی ګام د اساسي قانون دی،چې باید رامنځ ته یې کړي او بیا  کولی شي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي .

دوی وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ له لاسته راوړلو وروسته بیا افغان حکومت کولی شي،چې د دې ادعا وکړي،چې نړۍ یې رسمیت پیژندنه ولې ځنډولې ده .

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي:« په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید هر وخت له افغانستان قانوني دولت سره وي،فعلي سرپرست حکومت باید رسمیت پیژندنې لپاره ګړندي ګامونه واخلي، اساسي قانون رامنځته کړي.له هغې وروسته کولی شي،چې دغه څوکۍ خپله کړي او بیا هغه وخت ادعا ولري،چې ولې یې رسمیت پيژندنه ځنډیږي.» 

خو ځینې بیا وايي، د ملګرو ملتونود قوانینو پر اساس ازاد ملتونه حق لري،چې د خپلې خوښې نظامونه ولري او اوس د دې وخت رارسیدلی،چې ملګري ملتونه د افغانستان  څوکۍ اوسني افغان حکومت ته وسپاري او استازی یې په رسمي توګه په رسمیت وپیژني. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د ملګرو ملتونو د قانون پر اساس ازاد او خپلواک ملتونه حق لري،چې د خپلو باورونو پر اساس نظام ولري، اوس د دې وخت رارسیدلی دی،چې  ملګري ملتونه خپلو قوانینو ته مراجع وکړي او د افغانستان د نظام او ملت استازی په رسمیت وپیژني.»

 د سیاسي کارپوه سرور نیازی وايي، که د افغانستان سرپرست حکومت دغه څوکۍ بېرته خپله کړي،نو له نورې نړۍ سره به یې سیاسي اړیکې ټینګې شي او دغه چاره د افغانستان او ملګرو ملتونو په ګټه ده. 

نیازی زیاتوي:« که چیرې افغانستان په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي،له دې سره به د افغانستان ډیپلوماتیک روابط له نورې نړۍ سره ښه شي او دا کار هم د افغانستان او هم د ملګرو ملتونو لپاره حتمي او ضروري خبره ده.» 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لاهم د پخواني نسکور شوي حکومت له استازي نصیر فایق سره ده او په دغه عمومي اسمبلۍ کې د سرپرست په توګه یې چارې پرمخ بیايي. 

اسلامي امارت بیا د دغې څوکۍ لپاره د قطر سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین معرفی کړی دی،خو لاهم د ملګرو ملتونو له لوري نه دی منل شوی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist