Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د افغان کورنیو یو ځای کولو هڅې ګړندۍ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/16

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي،د افغان کورنیو د یوځای کیدو لپاره یې پرخپل وېبسایت نوې پاڼه جوړه کړې چې له ګڼو افغانانو سره به امریکا ته تګ په برخه کې مرسته وکړي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې له دې پاڼې موخه د هغو افغان  کورنیو د غړو یو ځای کول دي،چې ځینې یې امریکا ته رسیدلي،خو نور یې لا هم افغانستان کې پاتې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د افغان کورنیو د یو ځای کیدو لپاره د یوې ځانګړې پاڼې د جوړیدو اعلان کوي. په دغه پاڼه کې داسې مالومات وړاندې شوي،چې په متحده ایالتو کې افغانان څنګه کولی شي له خپلو کورنیو سره یوځای شي.» 

د دې انلاین پاڼې په مرسته امریکا ته رسیدلي افغانان کولی شي،د خپلې کورنۍ غړي مشخص او بلنه ورکړي. 

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې تر دمه یې ګڼې کورنۍ سره یو ځای کړي هم دي،خو داسې افغانان لا هم شته دي،چې له ګڼو ستونزو سره  افغانستان کې پاتې دي او  دوی یې د لیږدولو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځه کړې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د  ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، متحده ایالتو د افغان کورنیو د بیا یوځای کیدو د پروسې ملاتړ کړی دی. که څه هم متحده ایالت وتوانیدل،چې په بریالیتوب سره ځینې کورنۍ سره یوځای کړي،خو لا هم ګڼې کورنۍ جلا پاتې دي او له  ستونزو او ننګونو سره مخ دي. د دې پاڼې موخه له هغو کورنیو سره مرسته کول دي،چې لا یې هم غړي یو له بل لرې پاتې دي.» 

په ورته وخت کې کابل کې د امریکا سفارت ویلي ،د هغو افغان زده کوونکو ملاتړ کوي،چې بهر کې د افغانستان د اقتصادي او ټولینزې پیاوړتیا لپاره زده کړې کوي.

سفارت زیاته کړې:« د امریکا دولت د هغو افغان زده کوونکو ملاتړ کوي،چې له هېواده بهر داسې نوي مهارتونه زده کوي،چې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د پیاوړتیا لامل به شي.» 

شااوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې د بهرنیو شل کلنه جګړه پای ته ورسیده او په ټول افغانستان کې امن خپور شو،خو لا هم ډېری افغانان له ذهني نا امنۍ کړیږي. بې کارې او بې وزلي دوه هغه ستر لاملونه دي،چې زرګونه افغانان ترې کړيږي او هڅه کوي له هېواد وتښتي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist