Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: اسلامي امارت د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی 

لاوروف: اسلامي امارت د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/10

د نړیوالو له نیوکو او غوښتنو سر بېره د افغانستان  اسلامي امارت ټېنګار کوي،چې حکومت یې  ټول ګډونه او د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي دي.

 روسیه چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکي لري تازه یې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا ویلي،اسلامي امارت خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلي او داسې دولت یې نه دی جوړ کړی،چې ټولې سیاسي او قومي ډلې په کې ونډه ولري.

لاوروف زیاته کړې:« طالبان په افغانستان کې د اصلاحاتو په اړه د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي او د داسې یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي،چې د بېلابېلو سیاسي، قومي او مذهبي ډلو استازي په کې ځان وویني.» 

لاوروف په مسکو کې خپل هندي سیال سره د یوې خبري ناستې پرمهال چې د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکول د افغانستان په تړاو یې د یوې بلې ناستې خبر هم ورکړی.

لاوروف  ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په نوم یې ناسته رابللې،چې د هند په ګډون به د سیمې د ګڼو هېوادونه استازي په کې ګډون وکړي. 

  دغه راز لاوروف ویلي،د افغانستان په استازيتوب کوم چا ته بلنه نه ده ورکړل شوې،خو د ناستې له پیل وړاندې به ټول مالومات او اجنډا له اسلامي امارت او نورو سیاسونو سره شریک  کړي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان په اړه د مسکو بله  ناسته به راتلونکې اوونۍ ترسره شي،چې  هند او ځينو نورو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي. موږ د طالبانو له استازو سره په منظم ډول په اړیکه کې یو او دوی ته به د مسکو د ناستې په تړاو ټول مالومات ورکړل شي. البته، موږ هېڅ داسې کوم راز نلرو،چې د افغانستان له استازو یې پټ وساتو. موږ به په بشپړه توګه طالبانو او نورو سیاسي ډلو ته د  ناستې په اړه مالومات وکړو.» 

په ورته وخت کې د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي،نړیوالو هغسې پام افغانستان ته نه دی کړی، لکه څرنګه یې چې اړتیا لیدل کیږي.

شنکر ټنګار کړی،چې افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي او د ترهګرۍ په اړه یې د نړیوالو اندېښنې پر ځای بللې دي.

دغه راز شنکر ویلي، افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو مبارزه پیل کړې او اجازه به ورنه کړي،چې د نړۍ امنیت وګواښي.  

شنکر زیاته کړې:« دا مهمه ده،چې نړۍ هېر نه کړي،چې افغانستان کې وضعیت څنګه دی، ځکه زه فکر کوم هغه پام چې نن وخت کې افغانستان ورته اړتیا لري او مستحق یې دی داسې پام ورته نه دی شوی. افغانستان له یوه ډول بشري ناورین سره مخ دی. نړيواله ټولنه د یوه ښه دليل په درلودلو سره د ترهګرۍ او هغو ترهګرو په اړه چې له افغانستانه بهر فعاليت کوي انديښنه لري،چې په دې برخه کې ژمنې هم شوې دي. دا اړینه خبره ده،چې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه ګاونډيان نن پر ګډه کار کوي،ترڅو ډاډ ترلاسه شي،چې له افغانستانه د ترهګرۍ کوم ګواښ نه رامنځته کېږي.» 

اسلامي امارت بیا تر اوسه پورې د  هند  او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د راتلونکې ناستې په تړاو کوم څه ویلي دي.

د روانې میاشتې په ۱۶ نیټه داسې مهال مسکو کې د افغانستان په تړاو بحثونه کیږي،چې د افغانستان په استازولۍ کوم چاته بلنه نه ده ورکړل شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist