Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پخواني ډيپلوماټان: سیمه او ګاونډيان د افغانستان حکومت ته د موقت حکومت په سترګه ګوري او رسمي  اړیکو ته زړه نه ښه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/09

سره له دې چې د سیمې او ګاونډيو ګڼ شمیر مهمو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانېستي دي، خو بیا هم له دغو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې بې رنګه او غیرې رسمي دي. 

پخواني ډیپلوماتان وايي،اسلامي امارت تراوسه پورې نه دی توانیدلی،چې له نړیوالو شرایطو سره ځان عیار کړي او له تورلیست څخه د لوړپوړو چارواکو او مشرانو نومونه پاک کړي .

دوی وايي،سیمه او ګاونډیان بیا د اساسي قانون نشتوالي او د دایمي حکومت نه موجودیت له امله د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نه پیژني . 

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي:« خپله طالبانو داسې وړتیا پیدا نه کړه،چې نړۍ شرایطو ته ځان عیار کړي او یا حد اقل له تورلیسته خپل نومونه لرې کړي. دویم دا چې کابینه دایمي نه ده او ګاونډیان او نړۍ فکر کوي، چې دا حکومت موقت دی، ځکه دلته معیاري سیسټمونه نشته،اساسي قانون او نور مسایل د حکومت جوړ شوي نه دي. درېیمه مسله د دوحې تړون ده،چې هغه امریکا غواړي پلی شي او ټوله نړۍ امریکا او روسیې ته ګوري که دوی طالبان پر رسمیت وپیژندل  نور یې هم پیژني.» 

په ډیپلوماتیکو اړیکو کې بیا رسمیت پیژندنه تر ټولو مهمه یادیږي او د دې لپاره د هغه هېواد حقوقي شخصیت منل مهم دي،خو نړۍ تراوسه پورې اسلامي امارت ته د حقوقي شخصیت په سترګه نه ګوري،چې له امله یې ډیپلوماتیک تعاملات پیکه دي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«ډیپلوماتیکو اړیکو کې له  ټولو مهمه خبره  د یوه هېواد رسمیت پیژندل دي او د هغه حقوقي شخصیت منل دي. له بده مرغه د اسلامي امارت په راتګ  سره د نړۍ هېڅ هېواد هم اسلامي امارت ته د حقوقي شخصیت په سترګه نه ګوري، له همدې امله د سفارتونو خلاصول او اړونده تعاملاتو ترسره کول پکې بې رنګه دي،سره له دې،چې په ځينو هېوادونو کې د اسلامي امارت له لوري ډیپلومان ګومارل شوي دي خو هغوی هغه حقوقي شخصیت لاهم نه لري.» 

خو ځینې بیا په دې باور دي،چې افغانستان له یو ستر ناورین او اشغال تازه وتلی دی او له هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګول وخت او شرایطو ته اړتیا لري. 

دوی وايي، اوس اسلامي امارت ته پکار دي،چې له ګاونډیانو سره د خپلو اړیکو تعریف پیدا کړي او بیا عملي ګامونه واخلي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« افغانستان له یوه ستر ناروین او اشغاله وتلی هېواد دی د امریکا په خلاف دلته ستره جګړه او مقاومت وشو، نو ډیپلوماسي وخت او شرایط غواړي. اسلامي امارت دې لومړی له ټولو ګاونډیانو سره د خپلو روابطو تعریف پیداکړي.» 

د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، د سیمې مهمو هېوادنو ترڅنګ له ټولو سره عادي او نارمل اړیکې لري. 

کریمي  زیاته کړه:« د اسلامي امارت روابط د روسیې په شمول د سیمې له مخلتفو هېوادونو سره نورمال او عادي دي.» 

روسیه،چین،پاکستان،ایران،ترکیه ، قرغزستان ، ازبکستان،قطر ، سعودي عربستان او د متحد عربي اماراتو په  ګډون ګڼ شمیر نړیوال سازمانونه هم په کابل کې فعال سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې خپلې چارې پرمخ بیايي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist