Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو  ټینګښت کې د قطر رول مثبت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/07

په تېرو څو میاشتو کې د کابل او واشنګټن چارواکو ترمنځ  د قطر په پلازمېنه کې دوحه کې څو ځله لېدنې شوي دي.

اسلامي امارت هم مني،چې وخت ناوخت په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره کتنې لري،خو په خبره یې دا لېدنې په ستره کچه نه دي.

 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان واي، قطر هم افغانستان او هم له امریکا سره نږدې اړیکې لري او په تیرو مذاکراتو کې هم اغیزمن او بې پرې رول لوبولی دی. 

دوی وايي، قطر اوس کولی شي،چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي. 

دغه راز دوی وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ وروستیو خبرو ته په کتو داسې ښکاري،چې امریکا غواړي په سیمه کې خپل سیاسي او اقتصادي حضور وساتي او دا د افغانستان پر ګټه دی .

د سیاسي چارو کارپوه زلمی نصرت وايي:« قطر هم له طالبانو سره او هم د امریکا متحده ایالتو سره ښې او دوستانه اړیکې لري او د مذاکراتو په تیرو پړاونو کې یې هم خپل بې پرېتوب ساتلی دی، نو دافغانستان او امریکا په سیاسي اواقتصادي مناسباتو په ټیګښت کې کولی شي مثبت  رول ولوبوي او ښه کوربه توب وکړي. دغه پیل په دې مانا دی،چې امریکا غواړي خپل سیاسي او اقتصادي حضور په منطقه کې حفظ کړي،چې دا د افغانستان پر ګټه کار دی.» 

ځینې نور بیا وايي، شک نشته دی،چې په تیرو مذاکراتو کې قطر مهم رول لوبولی،خو اوس منځګړي هېواد ته اړتیا نه لیدل کیږي.

دوی وايي،افغان حکومت باید د خپل بهرني سیاست پر مټ له امریکا سره مخامخ خبرې پیل کړي او د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي،چې له دغه هېواد سره داسې ستراتیژیک تړون لاسلیک شي،چې د دواړو هېوادنو ګټې په کې خوندي وي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د قطر منځګړیتوب ښه وځلید، خو  اوس د دې وخت رارسیدلی دی،چې اسلامي امارت له امریکا سره د خبرو لپاره باید منځګړی ونه لري او د امریکا متحده ایالتو سره دې په داسې یوه ستراتیژیک تړون توافق ته ورسیږي،چې د امریکا او افغانستان ملي ګټو لپاره موثر وي.» 

خلیج کې قطر هغه هېواد دی،چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې مذاکراتو کوربتوب وکړ او په همدې هېواد کې د امریکا او  اسلامي امارت ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist