Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دري نوي سلنه کردان خپلواکي غواړي

admin by admin
2017/09/30

نږدې ۹۳ سلنه کردانو د خپلې خپلواکۍ په تړاو په وروستۍ ټول پوښتنه کې موافقې رایې ورکړې دي.
د کردانو د ټول پوښتنې کمیسیون وايي، یواځې ۷ سلنه کردانو د خپلواکۍ اخیستلو لپاره منفي رایې ورکړې دي

بل خوا بیا د عراق پارلمان کرد میشتو لانجمنو سیمو ته د عراقي پوځیانو د استولو پریکړه کړې ده.
د عراق په شمال کې د کردانو له خوا د تېرې دوشنبې د ټول پوښتنې رسمي پایلې اعلان شوې.
د کردانو د ټول پوښتنې د کمیسیون مشر وايي، په ټول پوښتنه کې نږدې ۹۳ سلنه کردانو له عراق څخه د خپلواکۍ اخیستلو لپاره موافقې رایې ورکړې دي.
د کردانو د ټول پوښتنې د کمیسون مشر هیندرین محمد داسې وویل (( د ګډونوالو شمېر ۷۲.۱۷ سلنه، د موافقو رایو شمېر ۲.۳ میلیونه و، چې ۹۲.۷۳ سلنه کیږي او ۷.۷ سلنه رایې مخالفې دي.))

کردي وګړو د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۵ مه نیټه د خپلواکۍ اخیستلو په موخه په ټول پوښتنه کې پراخ ګډون وکړ او له ټول پوښتنې وروسته یې دغه هڅې په خوښیو ولمانځلې.
له دې سره د عراق پارلمان پریکړه کړې، چې حکومت باید کرد میشتو لانجمنو سیمو ته عراقي ځواکونه واستوي او هلته یې ځای پر ځای کړي. د عراق د پارلمان مشر پر لومړي وزیر حیدرالعبادي غږ وکړ، چې دغو سیمو ته د پوځیانو د استولو پرمان صادر کړي.

د عراق د پارلمان مشر سالم الجابوري داسې وویل (( د وسله وال ځواک اعلی قوماندان باید د عراق د یووالي او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره د ټولو قانوني اقداماتو په منلو سره فرمان صادر کړي، چې امنيتي ځواکونه د کرکوک په ګډون ټولو لانجمنو سیمو ته واستوي لکه څرنګه چې د ۲۰۱۴ کال د جون له لسمې وړاندې وو.))

د عراق حکومت د کردانو دغه ټول پوښتنه ناقانونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د کردانو د خپلواکۍ اخیستلو د مخنیوي لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي. امریکا متحده ایالتونو، مهمو اروپايي هېوادونو، ترکیې او ایران هم له دغې ټول پوښتنې او د کردانو د خپلواکۍ اخیستلو پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist