د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا له ترهګرۍ د یوې وسیلې په توګه کار اخېستی او نړیواله ټولنه ورسره په دې لار بیا نه شي تللی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:« د نړۍ هېوادونه په دې پوهیدلي،چې امریکا د ترهګرۍ په تړاو ځانګړی تعریف نه لري،بلکې غواړي د دې ترشا ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي. چین روسیه او ایران به هېڅکله امریکا سره پر دې لاره لاړ نه شي.»
د ترهګرۍ پرضد د امریکا په اوږده جګړه کې افغانانو لویه قرباني ورکړه،خو له افغانستانه تر وتلو وروسته هم کله کله خپل اهدف د هوا له لارې پر نښه کوي او په دې تړاو یې سیمه کې له ځینو هېوادونو سره ستراتیژیکې ګټې لري.
کارپوهان وايي، امریکا غواړي له یوه لوري نړۍ له دوه قطبي توبه وساتي او له بل پلوه خپل متحدین په باور کې وساتي.
دوی وايي، افغانستان په نړیوالو قضیو کې لرې ساتل کېږي او د دې لپاره چې پر رسمیت ومنل شي،د دوحې هوکړه باید عملي شي.