Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکزه ۱۰۰ تنه ښځینه پولیسې فارغې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/02

 د کورنیو چارو وزارت وايي، تازه فارغه شویو ښځینه پولیسو ته دوه میاشتې مسلکي زده کړې ورکړل شوي  دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، دغه ښځینه پولیسې به دعامه نظم ساتنې په برخه کې دندې پيل کړي او په خبره یې هڅه دا ده،چې د ښځینه پولیسو شمیر نور هم لوړ کړي.

ټکور زیاتوي:« د کورنیو چارو وزارت کې د ښځینه پولیسو شتون یوه  بېړنۍ اړتیا ده. دا مهال د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو څانګو کې د ښځینه پولیسو تجربه لرونکې کارکوونکې شتون لري، خو دا شمېره بسنه نه کوي. موږ هڅه کوو،چې نورې پخوانۍ ښځینه پولیسې،چې روزل شوي، مسلکي او د پولیسو په بېلابېلو څانګو کې ښه کاري تجربه ولري، په دندو وګوماروو.»

تازه فارغ شوې ښځینه پولیسې خوشاله دي،چې دخپلو امنیتي ځواکونو لیکو سره یوځای شوي او هیواد ته خدمت کوي.

دوی دغه راز له ټولو هغو ښځینه پولیسو،چې واک ته داسلامي ‌امارت له رسېدو سره جلاوطنه شوې،هېواد ته د بېرته راستنیدو غوښتنه وکړه.

نوې فارغه شوې پولیسه خدیجه وايي:« زموږ لپاره ډېر ګټور وو. ډېر څه مو زده کړل او کولی شو د دندې پر مهال له ځانه دفاع وکړو.»

نوې فارغه شوې پولیسه زهرا وايي:« زما غوښتنه دا ده،کومو ښځو چې پخوا د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله او اوس نشته بېرته دې راشي، ځکه هېڅ ډول ګواښ او فشار نشته دی. را دې شي او خپلو خلکو او هېواد ته دې خدمت وکړي او هغوی چې بهر ته وتلي هم را دې شي او خپلو هېوادوالو ته دې د خدمت جوګه وګرځي.»

د پوځي چارو کارپوهان بیا وايي، غوښتنه یې دا ده،چې  ښځو ته دې د نورو نظامي برخو ترڅنګ په ټولو ملکي برخو کې هم  دندې ورکړل شي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم  وايي:« په امنیتي بنسټونو په تېره بیا د پولیسو لیکو کې د ښځو شتون ډېر اړین دی. طالبان اوس مهال متوجه شوي،چې په دولتي ادارو  او په ځانګړې توګه د  پولیسو لیکو کې د ښځو له شتون پرته کار شونی نه دی.»

د یادونې ده،چې دا لومړی ځل دی،چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته ښځېنه پولیسې په نظامي برخه کې زده کړې  کوي او خپلو امنیتي ځواکونو سره لیکو کې شامل کېږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist