Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اوسنیو شرایطو کې د ملي ډیالوګ لپاره ښه زمینه برابره ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/01

  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د افغانستان سیاسي کشالې حل لپاره په اوسنیو شرایطو کې له هغو افغانانو سره چې په تیرو څو لسیزو کې په جګړو کې ښکیل نه وو او ملي فکر لري ناستې او خبرې ګټورې دي.

دوی وايي،د دې لپاره چې د افغانستان اوسنی نظام پر رسمیت وپيژندل شي او افغانان یوځل بیا د نړیوالې ټولنې برخه شي،نو ملي ډیالوګ رامنځ ته کول یې ښه لار ده او باید کار پرې وشي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل وايي:« اړینه دا ده،چې موږ یو ملي ډیالوګ ته مخه کړو او هغه افراد،چې  په کار پوه دي،ملي فکر لري،په تیرو څو لسیزو جګړو کې یې برخه نه درلوده هغو افرادو سره د نظر تبادله او بیا  به دې ته زمینه  برابره شي،چې دغه نظام په رسمیت وپیژندل شي  او افغانستان به  د نړیوال کلي یوه برخه وګرځي.»

ځینې نور بیا په دې اند دي،چې ملي ډیالوګ د افغانستان ملي ګټو پر اساس رامنځ ته شي او ابتکار یې هم باید له افغانانو سره وي نو  ګټور به تمام شي.

د ساسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د ملي ډيالوګ خبره د افغانستان ملي منافعو په رڼا کې افغانستان ته ګټوره او اغیزمنه ده،خو د دغه ملي ډیالوګ ابتکار باید خپله له افغانانو سره وي.»

کارپوهان وايي،د استانې غونډې وښوده،چې د سیمې هېوادونه غواړي له اسلامي امارت سره د ډیالوک یو مرکز رامنځ ته کړي،چې له لارې به یې افغان حکومت د سیمې او نړۍ اندیښنې ځواب کړي او خپل توپیرونه چې له نړۍ سره یې لري همغږي کړي.

دوی وايي،دغه ډيالوک کولی شي،چې د افغانستان اوسني سیاسي او اقتصادي وضیعت ته د حل لار پیدا کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«په دې وروستیو کې د استانې په ناسته کې  د سیمې هېوادونو غږ پورته کړی دی،چې دوی غواړي له طالبانو سره  د ډیالوګ یو مرکز رامنځ ته کړي. دا مرکز به نه یوازې په سیمه باندې مثبت اغیز ولري،بلکې د طالبانو هغه ستونزې توپیرونه،چې له نړیوالو سره یې لري،هغه ورسره همغږي کړي او هغه اندیښنې،چې سیمه او نړۍ یې لري،هغو ته ځوابونه ورکړي او د افغانستان کشاله د خبرو له لارې حل کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا وايي،غوښتنه یې داده،چې په دغه برخه کې باید ګړندي ګامونه پورته شي،چې له بل هروخت اوس د ملي ډیالوګ لپاره ښه زمینه برابره ده او ټوله نړۍ ترې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه:« هغه څه چې اوس جریان لري او نړیواله ټولنه ورڅخه ملاتړ کوي،هغه د افغانانو ترمنځ د یوه نوي ملي ډیالوګ د شروع لپاره تر ټول ښه فضاء  ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په تلیفوني خبرو کې ویلي،چې د افغانستان دسراسري ثبات او ملي یووالي لپاره بین الافغاني خبرې اړینې دي،چې باید پیل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist