Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د ترهګرۍ په پلمه امریکا او روسیه د افغانستان پرسر سیالي کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/31

له نړیوالو سره اوس هم افغانستان کې د ترهګرۍ وېره شته، خو اسلامي امارت نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی،چې هېڅکله به له افغانستانه کوم لرې او نږدې هېواد ته ګواښ پېښ نه ‌شي.

روسیه او امریکا هغه زبرځواک هېوادونه دي،چې په دې تړاو یو له بل وړاندې او وروسته د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي، ترهګري یوه وسیله ده،چې امریکا او روسیه دواړه د خپلو ګټو لپاره پرې سیالي کوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی یحی چاووش وايي:«دا چې په یو وخت امریکا او روسیه خپله اندېښنه ښیي،دا یوه نړیواله لوبه ده،چې نړیوالو مسایلو پورې تړاو لري.» 

اسلامي امارت ویلي،افغانستان کې تروریستي ډلې نه شته او دوی به پرېنږدي،چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پرضد وکارول شي.

امریکا،چې د ترهګرۍ پرضد  یې ۲۰ کاله جګړه وکړه،خو د دوی په حضور کې افغانستان سولې او ثبات ته ونه رسېده.

روسیه چې اوس پر نړیواله کچه امریکا سره ښکیله ده،یوازې یې ننداره کړې او د سیمې او افغانستان د ثبات په برخه کې یې مرسته نه ده کړې،خو تل یې د نشه یی توکو او بهرنیو وسله والو په تړاو اندېښنې ښودلې دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکیم روان وايي:«اصلي خبره داده،چې امریکا په نړۍ کې او هېوادونو کې د خپلو ګټو لپاره هم جګړه اچوي،هم سوله  او امنیت راولي،کله یې چې ګټه وي جګړه اچوي. روسان ځکه افغانستان کې اندېښمن دي،چې طالبانو په بدخشان کې د مهدي ارسلان چې ځان تاجکستانی طالب بولي،هغه ته زمینه برابره کړې او څو ولسوالۍ یې لاس کې ورکړي،چې طالبي او تکفیري تبلغات وکړي.»

افغانستان چې په ستراتیژیک او جغرافیوي لحاظ مهم دی،تل ورته د امریکا او روسیې په څېر د زبرځواکو هېوادونو پام اوښتی او دلته یې لاسوهنې کړي،چې په تیرې دوه لسیزې نیابتي جګړه کې یې له افغانانو قرباني واخېسته.

دتحلیل کوونکو پر وینا دا نړیواله لوبه ده،چې روسیې او امریکا په ورته مسایلو دوه قطبي کړې ده.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی اختر محمد راسخ وايي:« دا یوه بهانه ده،چې زبرځواک هېوادونه راشي او مستقیمه لاسوهنه وکړي. نړیوال په ډېرو لوړو کارونو نظر لري،غرب غواړي افغانستان ته د چین او روسې ننوتلو مخه ونیسي،خو دا طالبانو پورې اړه لري،چې څنګه کولی شي افغانستان د نړیوالو له  لوبو وساتي.»

افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه وېره هغه وخت لا زیاته شوه،چې امریکا ادعا وکړه،چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

مسکو بیا شمال کې د مرکزي اسیا پولو کې د القاعده او داعش په تړاو وخت ناوخته اندېښنه څرګندوي او په ګاونډي هېواد تاجکستان کې یې پوځي مانورونه هم ترسره کړل.

داسې انګیرنې دي،چې امریکا افغانستان کې بیا ښکیلتیا او روسیه غواړي، پخوانی شوروي اتحاد بیا راژوندی کړي او په همدې تړاو  د مرکزي اسیا هېوادونه ډاروي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist